د ولسمشرۍ د نوماندانو کمپاینونه چټک شوي

  • 29 مارچ 2014 - 09 وری 1393
په داسې حال کې چې د ټاکنو ورځې ته څو ورځې پاتې دي د ولسمشرۍ د کاندیدانو کمپاینونه چټک شوي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټاکنیزو منډو ترړو کمې شپې ورځې پاتې دي، د نوماندانو ټاکنیزې هلې ځلې ډیرې ګړندۍ او چټکې شوې دي.

زلمي رسول شمالي ولایت بدخشان کې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا وکړه اشرف غني احمدزي په بامیان ولایت کې خپلو مینوالو سره ژمنې وکړې.

عبدالله عبدالله په خوست کې خپلو پلویانو ته وینا کې خپله کاري تګلاره روښانه کړه او ګل اغا شیرزی بیا کندز ولایت ته تللی و.

زمزمه نیازۍ له کابله په خپل رپوټ کې وايي چې راتلوونکې ولسمشرۍ ته د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه په ډېرې چټکۍ سره پر مخ روان دي.

د دغو سیالیو د تر سره کولو لپاره یو شمېر نوماندان د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللی و.

اشرف غنې احمدزی بامیان ولایت ته تللی و او په یوه غونډه کې چې زرګونه کسان په کې ټول شوي وو خبرې وکړي.

احمدزي په خپلو خبرو کې وویل زموږ هدف دا دی چې هره پیغله، ځوان او بې وزله خپلو مساوي او یو شان حقونو ته ورسېږي.

ولسمشرۍ ته بل نوماند زلمي رسول شمال ختیځ ولایت بدخشان په مرکز فیض آباد کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې وویل بدخشان د ښونې او روزنې په برخو کې تر ډېرو ولایتونو ښه امکانات او اسانتیاوې لري.

د نوموړي ژمنه د نورو نوماندو په څیر دا وه چې د افغانستان او چین تر منځ به هغه لاره ورغوي چې د سیمې د هیوادونو پر اقتصادي برخو اغیز پرې باسي.

ولسمشرۍ ته بل نوماند عبدالله عبدالله په خوست کې خپلو پلویانو ته خپلې تګلارې روښانه کړې.

هغه په خپلو خبرو کې وویل خوست باید په صنعتي ولایت بدل شي.

هغه د یو موټي افغانستان د ساتلو هوډ څرګند کړ.

ګل اغا شیرزی نن کندز ولایت ته تللی و او خپلو سلګونو مینوالو ته یې د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې وکړې او ویې ویل که واک ته ورسېږي نو د ځوانانو د حقونو لپاره به هلې ځلې کوي.

راتلونکې ټاکنې د وري/حمل په ۱۶ نیټه ترسره کېږي چې دا دی څو ورځې ورته پاتې دي.