BBC navigation

روحاني: له سخت دریځۍ سره به یوځای مبارزه کوو

د خپريدو وخت: 04:30 گرینویچ - جمعه 28 مارچ 2014 - 08 وری 1393
حسن روحاني

حسن روحاني وايي په وروستیو لسیزو کې افغانستان دوه ځلې د بهرنیانو له خوا 'اشغال' شوی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني کابل کې د نوروزو نړیوال جشن مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د سیمې هېوادونه باید د پسرلي په راتګ سره منځلاري غوره کړي او له سخت دریځۍ سره مبارزې ته یو او بل ته اوږه ورکړي.

ښاغلي روحاني وویل، د نوروز حوزې هېوادونو مشران باید "غوسه کینه له زړونو وباسي او همپالنه پیاوړې کړي".

هغه وویل چې د سیمې هېوادونه باید منځلاري غوره وکړي او په یوه خوله سولې ته خلک راوبولي.

ایراني ولسمشر همداراز وویل، سږ کال نوروز په یوه داسې هېواد کې لمانځل کېږي، چې د جګړې او سخت دریځۍ قرباني شوی او له سخت دریځۍ سره یې په وار-وار مبارزه کړې ده، چې په وینا یې په "کمزوريتوب کې یې سر راپورته کړی او خپله ازادي یې بیا ژوندۍ کړې ده ".

"د تاوتریخوالی تخم"

حسن روحاني دا هم وویل چې "په وروستیو څو لسیزو کې بهرنیو "ښکېلاکګرو" افغانستان کې د تاوتریخوالي تخم شیندلی چې تر ډېره یې زیان ولسي افغانانو ته اړولی دی".

هغه په ارګ کې د نوروز جوړو شویو مراسمو ته وویل، ایران پر افغانستان هر راز تېری غندي، او هیله یې دا ده چې په نوي کال کې د افغانستان خلک په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.

د هغه له خبرو ښکارېده، چې په زړه کې ډېر څه لري، خو ویې ویل چې نوروز یو کلتوري جشن دی، او سیاسي خبرې باید په کې ونه شي.

د ایران دغه مشر د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره هیله وښوده، چې دغه ټاکنې د افغانستان د ارامۍ او پرمختګ لامل وګرځي.

کرزی

کرزی

کرزی: ''د سیمې هېوادونه له همپالنې پرته خپلې ستونزې نه شي حل کولای، چې تر ټولو لویه ستونزه له ترهګرۍ سره مبارزه ده''.

افغان ولسمشر حامد کرزي د نوروز جشن مراسمو کې وویل، چې دغه جشن د سیمې د هېوادونو لپاره له یو بل سره د همکارۍ او همپالې او خپلمنځي ستونزو د حل لپاره یوه ښه پلمه ده.

د نوروز جشن د پنجشنبې په ورځ (وری ۷) کابل کې د ایران، پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان، اذربایجان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو په ملتیا ولمانځل شو.

ښاغلي کرزي نوروز د سیمې د هېوادونو یو ګډ دود او کلتور وباله:

"زموږ افغانانو لپاره د نوروز جشن د وروڼو او خویندو راغونډېدو لپاره یوه ښکلې پلمه ده، چې دا خپل مشترک لرغونی دود ولمانځو، او په سیمه ییزه کچه د همپالنې لپاره یو او بل ته اوږه ورکړو".

هغه وویل چې د سیمې هېوادونه له همپالنې پرته خپلې ستونزې نه شي حل کولای، چې تر ټولو لویه ستونزه له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

حسین

ممنون حسین

ممنون حسین زیاته کړه چې په سیمه کې سوله او ثبات راتلل د اقتصادي ودې لپاره خورا مهم دي.

خو د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د نوروز جشن مراسمو پرمهال وینا کې وویل، چې هېواد یې له ګاونډیانو سره د نېکو اړیکو پاللو غوښتونکی دی.

هغه وویل چې پاکستان د هر راز سولې راتلو پلوی دی.

ممنون حسین زیاته کړه چې په سیمه کې سوله او ثبات راتلل د اقتصادي ودې لپاره خورا مهم دي.

نوموړي د هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.

د پاکستان ولسمشر دا هم وویل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکي باید یو او بل ته پر درناوي ولاړ وي.

رحمن

رحمن د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لېږد رالېږد په تړاو وویل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کولای شي د اروپا او اسیا د دوو لویو مرکزونو د یوځای کېدو لامل وګرځي.

د ارګ یوه بل مېلمه او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل، چې نوروز د لیدو کتو یوه داسې زمینه برابروي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل ګرځي.

ښاغلي رحمن وویل، چې د سیمې هېوادونه خوږې اوبه او ډېرې طبیعي زېرمې او انرژي لري، چې په سمې ګټې اخیستلو یې هېوادونه له فقر او بې وزلۍ راوتلی شي.

رحمن د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لېږد رالېږد په تړاو وویل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کولای شي د اروپا او اسیا د دوو لویو مرکزونو د یوځای کېدو لامل وګرځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .