ټاکنو کمسیون: کاندیدانو، لګښتونه مو جوت کړئ

  • 5 فبروري 2014 - 16 سلواغه 1392
ولسمشرۍ ته ولاړو کاندیدانو خپل تبلیغاتي کمپاین پیل کړی دی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمسیون له نوماندانو غوښتي چې خپل مالي لګښتونه رڼه کړي.

له دوی همدا شان غوښل شوی په هغو سیمو کې له خپلو پوسټر لګولو ډډه وکړي چې په ښارونو د ګډوډۍ لامل ګرځي.

دغه بنسټ وايي، د ځینو نوماندانو له لوري یې د سرغړونې پېښې موندلې چې قانوني چلند به ورسره وشي.

بل خوا د ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې ورو ورو سیاسي ډلبندۍ او ملاتړ په ډېرېدو دی، او سیاسي ډلې د خپلې خوښې د کاندید د ملاتړ لپاره سلامشورې سره کوي.

لکه چې له کابله هدایت الله همیم کاږي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د کاندیدانو د مالي لګښتونو ټینګه څارنه کوي، او که چېرې سرغړونه ومومي، ارومرو به قانوني چلند ورسره وکړي.

نوماندان باید تر پنځلسو ورځو پورې د ټاکنو کمیسیون ته د خپلو مالي لګښتونو راپور ورکړي.

د لویې جرګې حکومتي خېمه د اوو- یا اتو زرو ډالرو په مقابل کې نوماندانو ته په کرایه ورکول کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته وویل، ځینو نوماندانو په ځینو برخو کې له ټاکنیزو سیالیو سرغړاوی کړی، چې دوی یې د ارزونې په درشل کې دي.

سر له اوسه په رسنیو کې د نوماندانو پر تبلیغاتي لګښتونو او د ښار په ګڼو برخو کې د هغوی د لوکسو انځورونو پر لګولو نیوکې پیل شوې دي.

ځینې رسنۍ په مهمو شېبو کې د کاندیدانو یو دقیقه تبلیغاتي اعلان د زرو ډالرو په بدل کې خپروي.

تېرې څلور ورځې د ټاکنیزو کمپاینونو تر ټولو ډېرې بوختې ورځې وې، چې په لړ کې یې تر اوسه ټاکنیز کمپاینونه او غونډې تر پلازمېنې کابل پورې محدودې وې او ډېر کم نوماندان ولایتونو ته تللي وو.

تر اوسه د معمول په څېر د کاندیدانو په غونډو کې د زرګونو کسانو ګډون د کاندیدانو د قدرت او ملاتړ جلبولو په موخه و.

په کابل کې د ښځو په ګډون د ځینو کاندیدانو غونډه کې مېرمنو له کاندیدانو سره خپلې ستونزې شریکې کړې او له هغوی یې د خپلو تګلارو په اړه وپوښتل.

ځینې ګډون کوونکې مېرمنې وايي، د ښځو د رایې ورکولو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.

د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي له اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړ

په تېرو څلورو ورځو کې ځینو سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو د ځینو مشخصو کاندیدانو ملاتړ وکړ.

نن چارشنبه (د سلواغې ۱۶مه) د افغانستان د کورنیو چارو مخکني وزیر علي احمد جلالي له خپلو خواخوږو د غونډو په یوه تالار کې یوځای د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د عبدالله عبدالله او زلمي رسول ټاکنیزو دفترونو هم رسنیو ته له دوی سره د ځینو سیاسي جریانونو او ځینو ګوندونو د یوځای کېدو خبر ورکړی.

د عبد رب الرسول سیاف مطبوعاتي دفتر هم اعلان کړی، په پام کې لري د لویې جرګې په کېږدۍ کې غونډې ته خپلې تګلارې اعلان کړي.

د لویې جرګې حکومتي خېمه د اوو- یا اتو زرو ډالرو په مقابل کې نوماندانو ته په کرایه ورکول کېږي.