'د چارواکو لاسوهنې د کانکور د درغلیو لامل شوې'

  • 15 جنوري 2014 - 25 مرغومی 1392
له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د کانکور آزموینې له لانجو او درغلیو ډکې بلل کیږي چې له امله څو ځله لاریونونه هم شوي دي.

د افغانستان د پوهنتونونو ټولنې غړي وايي که د کانکور آزموینو پر مهال د درغلیو مخه ونه نیول شي نو ناوړه پایلې به ولري.

د تېرو څو کلونو په شان سږ کال بیا هم د کانکو په آزموینو کې د پراخو درغلیو خبرې کیږي. د پوهنتونونو د ټولنې غړي وايي په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کانکور آزموینو کې بیسارې لاس وهنې شوي چې د کانکور پر بهیر او پایلو به یې منفي اغېز وکړي.

د پوهنتونونو ټولنې غړی پوهاند قیس وايي د کانکور په بېلابېلو حوزو کې په بېلو ډولونو د کانکور آزموینه اخیستل کیږي، چې له ټاکل شویو معیارونو سره په ټکر کې ده:

''موږ د کانکور آزموینې ته ملي پروسه وایو، کله چې په یوې حوزې کې یو شان او په بلې حوزې کې بل راز آزموینه واخیستل شي، نو خپل ملي والی له لاسه ورکوي. د کانکور بهیر لا بشپړ شوی نه دی او موږ خپلې اندېښنې له اوسه شریکوو. چارواکو له موږ سره ټولې خبرې منلي خو یوه یې هم عملي شوې نه ده''.

ښاغلي قیس په ولایتونو کې یو شمېر چارواکي، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو غړي تورن کړل چې د کانکور په چارو کې لاس وهنه کوي.

ویل کیږي چې دغه ستونزه د هېواد په کچه ده او یواځې په څو ولایتونو پورې تړلې نه ده. د مرکز او یو شمېر نورو ولایتونو د کانکور آزموینه لا نه ده اخیستل شوې.

د هغه په وینا که دغې ستونزې ته د حل لار ونه موندل شي نو دا غمیزه به همداسې روانه وي:

''هر کال به لاریونونه، ناندرۍ او چیغې روانې وي. هر څوک به د خپل ولایت په ګټه هڅې کوي. دې ستونزې ته باید د حل لار ومندل شي که نه نو لا به پسې پراخه شي''.

له نژدې یوې لسیزې راهیسې د کانکور ازموینه د لوړو زده کړو وزارت لپاره یوه ستره ننګونه بلل کیږي. په روان کال کې د لوګر، غزني، بدخشان او وردګو په ولایتونو کې د آزموینې په تړاو شکایتونه شوي دي.

خو ویل کیږي چې دغه ستونزه د هېواد په کچه ده او یواځې په څو ولایتونو پورې تړلې نه ده. د مرکز او یو شمېر نورو ولایتونو د کانکور آزموینه لا نه ده اخیستل شوې.