BBC navigation

کابل: سوریه کې افغانان خوندي دي

د خپريدو وخت: 13:40 گرینویچ - 01 سپتمبر 2013 - 10 وږی 1392

یو شمېر افغانان شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې سوریې ته تللي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په سوریه کې مېشت افغانان خوندي دي او تر اوسه یې د مرستې غوښتنه نه ده کړې.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي وو چې په سوریه کې څه باندې زر تنه افغانان هلته د جګړې له سختېدو سره له یوه بشري ناورین سره مخامخ کېدونکي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د مېشتو افغانانو د شمېر په اړه دقیق معلومات نه لري، خو وايي چې کلونه وړاندې یو شمېر افغانان سوریې ته تللي دي.

د دې وزارت د چارواکو په وینا یو شمېر افغانان شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې په سوریه کې د تاوتریخوالي له پيل سره سم په دې نیت دغه هېواد ته تللي چې له هغه ځایه کوم لوېدیځ هېواد ته ولاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په سوریه کې یو شمېر افغان محصلین هم په زده کړو بوخت دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي په سوریه کې له مېشتو افغانانو سره اړیکه لري او هغوی تر اوسه د کومې مرستې غوښتنه نه ده کړې.

"که دوی مرستې ته اړتیا ولري نو په اردن او په سیمه کې زموږ نور سفارتونه له هغوی سره مرستې ته تیار دي. تر اوسه چې په سوریه کې د شخړې له پيل شاوخوا دوه نیم کاله تېرېږي. په سوریه کې مېشتو افغانانو د کومې مرستې غوښتنه نه ده کړې. په اردن، مصر او ایران کې د افغانستان سفارتونه او د بهرنیو چارو وزارت که اړتیاوې او غوښتنه وشي له دوی سره مرستې ته تیار دي."

د یوه افغان خبریال د راپور له مخې په سوریه کې له مېشتو افغانانو سره په اړیکې کې دی په دغه هېواد نژدې زره تنه افغان کډوال پلازمېنې دمشق ته نژدې په سیدة زینب سیمه کې ایسار دي چې له خطر سره مخ دي.

دا سیمه له هغه ځایه چې چې تېره اوونۍ په کې د کیمیاوي وسلو برید وشو شاوخوا څلور کیلو متره لرې پرته ده.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په سوریه کې څه باندې ۱۷۰۰ افغانان مېشت دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .