د نوي کابل ودانيزې چارې ژر پيلېږي

  • 24 اګست 2013 - 02 وږی 1392
افغان کابينې ٧ کلونه مخکې د نوي کابل د جوړولو طرحه تصويب کړې وه، او ماسټر پلان يې بيا ٥ کلونه وړاندې د افغان، فرانسوي او جرمني انجينیرانو له خوا جوړ شو.

افغان حکومت اعلان کړى چې تر را روانې يوې اوونۍ به د نوي کابل په نامه ښار ودانيزې چارې پيل شي.

کورنيو چارو وزارت په ده سبز سيمه کې د خښتو پخولو د بټيو څښتنانو ته يوه اوونۍ وخت ورکړى چې سيمه وزګاره کړي.

ياد شوي وزارت دا هم ويلي چې کوم شمېر سيمه یيز وګړي د ځمکو د استملاک په برخه کې له حکومت سره حقوقي ستونزې لري، بايد چې په يوه اوونۍ کې يې هوارې کړي.

خو په سيمه کې مېشت خلک وايي شونې نه ده چې په يوه اوونۍ کې دي سيمه وزګاره کړي.

نوى کابل جوړول د اوسني کابل ښار په شمال ختيځ کې تر ټولو ستره پلان شوې اقتصادي او ټولنيزه پروژه بلل کېږي، او کلونه کېږي چې افغان وګړي يې د ودانيزو کارونو پيل ته شېبې شماري.

اوس حکومت اعلان کړی چې تر را روانې يوې اوونۍ به دغه چارې پيل شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بي بي سي ته وويل په سيمه کې يې د خښتو د بټيو څښتنانو ته خبرداری ورکړی چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې سيمه وزګاره کړي.

ښاغلي صديقي وويل کوم شمېر سيمه یيز خلک چې د ځمکو د استملاک په برخه کې له اړوندو حکومتي بنسټونو سره ستونزې لري، په اوونۍ کې دننه دننه يې بايد هوارې کړي، او سيمه پرېږدي.

خو د سيمې اوسېدونکي او د بټيو څښتنان وايي په يوه اوونۍ کې خو د سيمې وزګارول بيخي ناشونې ده.

يو تن سيمه یيز وګړي عبدالعزيز بي بي سي ته وويل نژدې ٢٧٠ زره جريبه ځمکه له استملاک سره مخامخ شوې خو تر دې مهاله چاته يوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.

نوموړي وويل تر کومه چې د ځمکو د استملاک ستونزه نه وي هواره شوې، حکومت ته به اجازه ور نه کړي چې په دغه سيمه کې ودانيز کارونه پيل کړي.

افغان کابينې ٧ کلونه مخکې د نوي کابل د جوړولو طرحه تصويب کړې وه، او ماسټر پلان يې بيا ٥ کلونه وړاندې د افغان، فرانسوي او جرمني انجينیرانو له خوا جوړ شو.

خو د ځمکې د نه وزګارولو او استملاک د ستونزو له کبله د دغه ښار د جوړولو عملي چارې تر اوسه پيل نه شوې.

اوس کورنيو چارو وزارت وايي که په سيمه کې د خښتو پخولو بټۍ تر يوې اوونۍ هاخوا هم خپلې چارې روانې وساتي دوى به يې د زور په کارولو سره ړنګې کړي.

بله خوا نژدې دوه مياشتې مخکې په همدغه سيمه کې په ولسي جرګه کې يوه استازي ته منسوب کسان او پوليس په وسله واله نښته کې ښکېل شول چې په ترڅ کې يې ٧ تنه ولسي وګړي ووژل شول او نژدې لس تنه نور ټپيان شول.

ورته مطالب