BBC navigation

ملا عمر وايي راتلونکې ټاکنې د وخت ضايع کول دي

د خپريدو وخت: 12:34 گرینویچ - سه شنبه 06 اگست 2013 - 15 زمری 1392

ملا عمر له ۲۰۰۱ کال راهيسې نه په عامه ځای کې راښکاره شوی او نه يې کومه ښکاره وينا کړې ده

د طالبانو مشر ملا عمر په افغانستان کې د راتلونکي ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو غندنه کړې او ويلي يې دي "په دا ډول انتخاباتو کې ګډون د وخت له ضياع پرته بله نتيجه نه لري".

ملا عمر دغه خبره په يوه اوږده پيغام کې کړې چې د کوچيني اختر په مناسبت يې د خپل وياند له لارې رسنيو ته استولی دی.

ده ټولټاکنې "غلوونکې ډرامه" بللې او له خلکو يې غوښتنه کړې چې "ځانونه په کې ستړي او شريک نه کړي".

د طالبانو مشر د افغانستان ولسمشر "تش په نامه" واکمن بللی، چې په وينا يې "د ولس په رايو نه بلکې د واشنګټن په خوښه ټاکل کېږي".

راتلونکی کال به درېيم ځل وي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره کېږي، او کتونکي باور ښيي له هغه راهيسې چې طالبان له واکه پرځېدلي د افغانستان د پرمختګ لپاره مهمه ازموينه ګڼل کېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ تېرو ټولټاکنو پر مهال طالبانو له افغانانو غوښتي وو، چې شلون ورسره وکړي، او خپل وسله وال يې ګورمارلي وو چې د رايې ورکولو مرکزونو ته تللې لارې وتړي، کانديدان او فعالان په نښه کړي.

ملا عمر په خپل اوږده پيغام کې ويلي غورځنګ يې ځانته د واګ ګوښي کولو په لټه کې نه دی، او ټينګار يې کړی چې "د واک انحصار تصور له موږ سره نه شته".

په کابل کې د بي بي سي خبرياله کارن الن وايي څېړونکو د ملا عمر پيغام "ريښتينی" بللی دی.

ملا عمر په تېرو څو کلونو کې په کلني ډول د کوچيني اختر په مناسبت افغانانو ته پيغام خپروي.

ملا عمر د کوچينی اختر دغه پيغام کې د بهرنۍ تګلارې په اړه هم خبرې کړې او خپله تګلاره يې "همېشنۍ او ثابته" بللې ده.

ده ويلي د دغې تګلارې "له مخې نه چا ته ضرر رسوو، نه چا ته اجازه ورکوو چې زموږ له خاورې بل چاته ضرر ورسوي".

ملا عمر د کورني نظام په اړه ويلي افغانان بايد د "بهرنيو مرستو" پر ځای "خپل ځانونه په خپله سمبال او له امکاناتو" ګټه واخلي.

خو دا يې نه دي ويلي چې ځانونه څه ډول سمبال او له کومو امکاناتو څه ډول ګټه واخلي.

کتونکي وايي په داسې حال کې چې په عمومي ډول داسې باور خپرو دی چې ملا عمر په پاکستان کې اوسېږي، خو له هغه راهيسې چې د ۲۰۰۱ کال سپتمر پېښو وروسته يې د امريکا له لوري نظام راپرځول شوی، له افغانستان نه له تښتېدو وروسته په کوم عامه ځای کې نه راڅرګند شوی او نه يې هم کومه ښکاره وينا کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .