'کابل کې د طالبانو برید اووه کسان وژلي'

  • 24 می 2013 - 03 غبرګولی 1392
د پېښې له ځايه کورنۍ او ماشومان د پنا په لټه په تېښته وو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د تېرې بريد په پايله کې لږترلږه ۷ کسه وژل شوي، چې څلور يې ځانمرګي دي.

د وسله والو بريد چې لاسي بمونه، ځانمرګي واسکټونه او وسلې ورسره وې د جمعې په مازيګر پيل شو چې تر نژدې نيمې شپې روان وو.

بريد له ځاني زيان پرته مالي زيانونه هم اړولي دي.

وسله والو طالبانو ويلي بريد دوی کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په کابل کې خبريالانو ته وويل دغه عمليات د شپې په يوولسو بجو پای ته ورسېدل.

انځورونه

د افغان کورنيو چارو وزرات وياند زياته کړه چې پېښه کې د ۴ تنه پوليسو په ګډون ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

يوه ودانۍ چې وسله وال ورننوتي، يو مېلمستون و، چې د کډوالو نړيوال سازمان (ای او اېم) بهرني کارکوونکي په کې اوسېدل.

ښاغلي صديقي وويل "پنځه تنه ټپيان بهرنيان دي، يوه ايټالوۍ مېرمن چې سرسري په شيشو ټپي شوې، روغتون ته لېږدول شوې او حالت يې د اندېښنې وړ نه دی. څلور نور هم چې ويل کېږي نيپاليان دي، سرسري ټپيان شوي دي."

خو په نورو راپورونو کې بيا ويل شوي دغه ايټالوۍ ښځه چې له (ای او اېم) سازمان سره کار کوي، سخته ټپي شوې ده.

صديق صديقي وويل "ټول ځانمرګي چې شمېر يې له څلورو زيات و، له منځه وړل شوي دي."

دری نيپالي ساتندويان هم نښته کې ټپيان شوي، چې يو تن يې بيا مړ شوی دی.

د بريدونو مخکينی بهير

کابل ښار مرکزي برخه کې په ځايي وخت له مازديګر راهيسې نښتې اوس څه سړې شوې، او د کابل امنيه قوماندان ايوب سالنګي بي بي سي ته ويلي د بريدګرو يو ځانمرګی لا پاتې دی.

ښاغلی سالنګی وايي د پېښې ځای کې يو نيپالی ساتندوی چې د ملګريو ملتونو دفتر ساتنه يې کوله، او هم يو افغان پوليس چې د پېښې ځای کې وژل شوي دي.

دی وايی ۵ يا ۶ تنه ځانمرګي د جمعې ورځې دغه بريد کې ښکېل وو، چې تر اوسه یې يو تن لا پاتې دی او نور يې وژل شوي دي. په نښتو کې اووه تنه افغان پوليس هم ټپيان شوي دي.

دغه نښتې کابل ښار مرکزي برخه کې په ځايي وخت له مازديګر مهال په درنو چاودنو سره پيل شوې چې څو ساعته يې دوام وکړ.

د افغانستان کورنيو چارو وزرات وياند صدیق صدیقي مخکې ويلي وو، درې برید ګر وژل شوي او ۲ لا هم مقاومت کوي.

پنډ لوګي له لرې ځایه لیدل کېږي، چې د ښار له مرکزي برخې هوا ته پورته کېږي.

د پېښې ځای سره نژدې د بي بي سي خبريالان وايي د امبولانسونو غږونه هم اورېدل کېږي.

د پېښې له ځای سره نژدې زموږ همکار جعفر هاند وايي له څو ساعتونو چې دوی هلته رسېدلي د پنځو چاودونو غږونه يې اورېدلي، او هم د سپکو او درنو وسلو غږونه يې تر غوږو شوي دي.

جعفر هاند وايي د نښتو له ځايه لوخړې او لوګي پورته کېږي، او له نژدې سيمې يې ځينې کورنۍ ليدلې چې د ځان ساتلو په لټه د پېښې له ځايه وتلې، "له دوی سره ښځې او ماشومان هم وو."

د ملګريو ملتونو دوه امبولانسونه هم د پېښې سيمې ته په رسېدلو ويلي کورنيو چارو وزارت کې يې څلور تنه کارکوونکي ټپيان دي، او غواړي روغتون ته يې ولېږدوي.

زموږ خبريال محمود کوچي په خپل راپور کې ويل د جمعې مازديګر مازيگر ( مې ۲۴ ) د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې يوه ډله ځانمرگي بريد گرو د عامه امنيت پر معينيت او د اى او ام په نامه پر يوې بهرنۍ مرستندويه ټولنې ډله ييز بريدونه کړي چې ويل کېږي د مالي زيانونو تر څنگ يې ځاني زيانونه هم اړولي دي.

کابل پوليس هم د پېښې پخلى کوي، خو تر دې دمه د مرگ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه ښيي.

دغه بریدونه اوس هم دوام لري، ځايي وخت ماښام ۲۰: ۶ بجې او د دواړو غاړو تر منځ سپکې او درنې وسلې هم کارول شوې دي.

بريدگرو د مازيگر شاوخوا په څلورو بجو او پنځلسو دقيقو د پلازمېنې کابل په زړه کې د عامه امنيت د مرستيالۍ دفتر په نښه کړ، دغه دفتر د کورنيو چارو له وزارته ۱۰۰ متره واټن لري او تر څنگ يې د ملالۍ زېږنتون او د ځينو بهرنيو مرستندويه ټولنو دفترونه هم دي.

که څه هم په دغه سيمه کې د خلکو گڼه گوڼه هومره نه وي او بله دا چې د جمعې پر ورځ عمومي رخصتي هم وي او خلک تر ډېره يا له کورونو بهر نه راوځي او يا هم له ښاره د باندې ميله ځايونو ته تگ راتگ کوي، خو که بيا هم د دغو بريدونو دوام او د هغو وسلو کارولو ته سړى وگوري، نو ښايي د مرگ ژوبلې شمېره هم په کې زياته وي.

دا رنگه د دغې سيمې نه تر ډېره وخته تورې لوخړې پورته کېدې، چې ورسره د مالي زيانونو د کچې زياتېدل هم له امکانه لرې نه بريښي.

دغه سيمه له څېرمه د ترافيکو او پلي کسانو پر مخ تړل شوې، هېڅوک نه شي کولاى دغې سيمې ته ورشي او ان تر دې چې تر ډېره د پوليسو په تگ راتگ هم بنديز دى يوازې د ملي امنيت کسانو دغه سيمه کلابنده کړې او په سيمه کې اوس هم ځايي وخت ماښام ۲۰: ۶ بجې درنې او سپکې ډزې کېږي.

يوازې د هغو امبولاسونو غږونه ډېر اوريدل کېږي چې د پيښې له ځايه ټپيان او مړي لېږدوي.

د طالبانو ويندويى ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته د تيليفون په ليکه د دغو بريدونو پړه په غاړه واخيسته او ويې ويل چې د دغو بريدونو موخه د امريکا د استخباراتوهغه دفتر و چې د ده په وينا دغلته يې افغان استخباراتي کسان روزل.

مجاهد دا هم وويل چې لومړى دوى د يو سراچه ډوله گاډي پر مټ ځانمرگى بريد کړى او وروسته د دوى کسان د سپکو او درنو وسلو سره ودانۍ ته ننوتي او لاس په لاس جگړه يې پيل کړې ده.

که څه هم هغه د خپلو ځانمرگو بريدگرو کره شمېره ياده نه کړه، خو ويې ويل په هغې ودانۍ يې چې بريد کړى، هلته د ۶۰ تنو امريکايي استخباراتي استادانو په شاوخوا کې خلک اوسيدل.