افغان غاړه له پاکستانه طالبان خبرو ته غواړي

  • 24 اپریل 2013 - 04 غویی 1392
کابل وايي که نتيجه نه ورکوي نو په دغو ناستو د دوى په وينا وخت ضايع کول نه دي په کار

د بلجيم په پلازمېنه برسلز کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير، افغان ولسمشر او د پاکستان د پوځ د لوى درستيز ترمنځ څو ساعتيزه غونډه د چارشنبې په ورځ ( د اپريل ٢٤) پاى ته ورسېده.

د غونډې له منځه د ترسره شويو خبرو په باب لا ډير څه نه دي راوتلي خو يوې سرچينې لږ وړاندې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې افغان غاړه له پاکستانه غوښتنه لري چې ځينې ځانگړي طالبان چې موږ ته يې نومونه نه دې روښانه، بايد له کابل سره د سولې لپاره خبرو ته اسلام اباد حاضر کړي.

پاکستان ښايي دا ونه مني چې گواکې دوى پر دغو طالبانو دومره واک لري چې خبرو ته يې حاضر کړي خو شننونکي وايي چې کابل او واشنگټن به پرې فشار راوړي.

يوې سرچينې دا هم وويل چې افغان پلاوى دا ځل ډېر په جدي ژبه غواړي پاکستان ته ووايي چې که تر يوۀ ټاکلي وخته د دوى غوښتنې ونه مني نو نور به د کابل او اسلام اباد ناستې نه کېږي.

په لندن او دغه راز استانبول کې دغه ډول غونډې په تېرو څو مياشتو کې شوې وې او د برسلز غونډه هم د هغې کړۍ يوه بله لړۍ ده.

خو کابل وايي که نتيجه نه ورکوي نو په دغو ناستو د دوى په وينا وخت ضايع کول نه دي په کار.

په کابل کې ډېر په دې باور دي چې په دې ټوله لانجه کې د پاکستان اصلي اندېښنه د ډيورنډ کرښې ده خو مخامخ يې نه يادوي او گواکې داسې يې مطرح کوي چې د افغانستان پښتانه بايد کابل ته مخ کړي او د پاکستان هغه اسلام اباد ته، يا په بله وينا د دواړو غاړو په پښتنو مېشتو سيمو کې دې دواړه پلازمېنې کار نه لري.

کابل کې سرچينو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل افغان پلاوى له پولې سره په تړاو هيڅ ډول خپل پخوانى دريځ نه بدلوي.

ناټو

تردې وړاندې نن چارشنبه د اپریل ۲۴مه د ناټو سرمنشي پر پاکستان غږ کړی، چې پخپله خاوره کې د هغو اورپکو پرضد د زړه له تلې مبارزه وکړي، چې ګاونډي افغانستان کې بریدونه کوي.

اندریس فو راسموسن وویل، پاکستان باید د هغو اورپکو مخه ونیسي، چې ګاونډي افغانستان کې د بریدونو لپاره پاکستان کې بریدونه طرح کوي.

د ناټو سرمنشي په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "که چېرې پرېکړه دا وي، چې په افغانستان او سیمه کې اوږدمهاله سوله او ثبات راشي، د پاکستان کارنده ګډون ډېر اړین دی".

نوموړي دا هم ویلي، چې "پاکستان او افغانستان د ترهګرو ضد جګړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمو د ناامنیو په له منځه وړلو کې متقابلې ګټې لري".

ورته مطالب