BBC navigation

ولسي جرګې اداري پلاوی و نه شو ټاکلی

د خپريدو وخت: 18:32 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

د اداري پلاوي څلورو څوکیو ته ۱۱کسانو ځانونه نومولي وو.

د افغانستان ولسي جرګه په دې و نه توانېده، چې د خپل کاري کال په لومړۍ ورځ د دغې جرګې اداري پلاوی وټاکي.

د اداري پلاوي څلورو څوکیو ته ۱۱کسانو ځانونه نومولي وو.

خو دغه ټاکنې له دې کبله دویم پړاو ته وځنډېدې، چې په دوی کې هېڅ نوماند تر ۵۰ سلنې ډېرو رایو په لاس ته راوړو بریالی نه شو.

د جرګې د لومړي مرستیال او لومړي منشي څوکۍ لپاره به نوي نوماندان سیالي کوي او د دویم مرستیال او دویم منشي د څوکیو لپاره به د لوړو رایو اخېستونکي دوه دوه نوماندان په خپلو کې سیالي کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې هر کال جنجالي وي او دغه بهیر څو پړاوونو ته اوږدېږي.

سږ کال هم د ولسي جرګې غړي په دې وتوانېدل، چې د شپاړسمې دورې د دریم کال په لومړۍ کاري ورځ د اداري پلاوي غړي وټاکي.

د جرګې د لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ته میرویس یاسیني او عبدالظاهر قدیر ځانونه نومولي وو.

دوی د رایې ورکولو تر بهیر وړاندې ژمنه وکړه، چې د جرګې د اغېزمنتیا لپاره به کار کوي.

خو له رایې شمېرنې وروسته د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي اعلان وکړ، چې په دوی کې هېڅ یو له شته ۲۲۱ رایو تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې خپلې نه کړي. ده همداراز زیاته کړه، چې دوی دواړه په دویم پړاو کې هم د دغې څوکۍ لپاره ځانونه بیا نه شي نوماندولی.

"د لومړي مرستیال څوکۍ ته نوماندانو ښاغلي حاجي ظاهر قدیر او ښاغلی میرویس یاسیني ۵۰ جمع یو رایې پوره نشوی کړای، نو دغه وکیلان د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه نشي ټاکل کېدای او په دویم پړاو کې هم برخه نشي اخیستی."

د جرګې د دویمې مرستیالۍ څوکۍ ته څلورو تنو امان الله پیمان، نعمت الله غفاري، اسدالله سعادتي او احمد شاه رمضان ځانونه نومولي وو، خو په دوی کې هم هېڅ یوه د بریالیتوب رایې تر لاسه نه کړې.

ښاغلي ابراهیمي اعلان وکړ، چې په دوی کې دوه تنه د ډېرو رایو اخیستونکي نوماندان به په دویم پړاو کې د یادې څوکۍ لپاره له یوه بل سره سیالي کوي.

"له څلورو نوماندانو څخه یوه يې هم ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه نشوی کړی. د دویم مرستیال په توګه ونه ټاکل شول. دا بهیر دویم پړاو ته ځي. په دویم پړاو کې به له څلورو نوماندانو، دوه تنه، امان الله پیمان او نعمت الله غفاري چې ډېرې رايې يې ګټلي، له یو بل سره سیالي کوي."

د جرګې د لومړي منشي څوکۍ ته هم دوه تنه، عبدالستار خواصي او عبدالقادر قلاتوال نوماندان وو، چې په دوی کې هم هېڅ یوه تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې تر لاسه نه شوې کړای.

د دغې څوکۍ لپاره به هم نوي نوماندان سیالي وکړي.

همداراز د دویم منشي د څوکۍ لپاره فرهاد عظیمي، نیلوفر ابراهیمي او نظیفه ذکي ځانونه نومولي وو، چې په دوی کې به هم دوه لوړ رایه ګټونکي نوماندان په دویم پړاو کې له یوه بل سره سیالي کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .