BBC navigation

یوناما له طالبانو سره خبرو ته چمتوالی وښود

د خپريدو وخت: 12:17 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

طالبانو د یوناما د دې وروستي وړاندیز په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتو والی وښود.

څو ورځې مخکې یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپل یوه رپوټ کې ویلي و چې ۸۱ سلنه ولسي وګړي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د دغه رپوټ په غبرګون کې طالبانو پرانستی لیک خپور کړ چې یوناما پرې خوښې وښوده او طالبانو ته یې په دې اړه د خبرو بلنه ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی دی.

دا وړاندېز یوناما ته د طالبانو د هغه پرانستي لیک په غبرګون کې شوی چې د یوه ناپيلي سازمان په توګه په کې د ملګرو ملتونو پر رول نیوکه شوې ده.

د یوناما ویاندې نیلاب مبارز کابل کې بي بي سي ته وویل یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو ده.

"د افغانستان په روانه جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ کې چې تېره اونۍ خپور شو راغلي، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال ۸۱ سلنه ولسي وګړي د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوي دي."

د افغانستان په روانه جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ کې چې تېره اونۍ خپور شو راغلي، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال ۸۱ سلنه ولسي وګړي د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوي دي.

خو طالبانو یوناما ته په پرانستي لیک کې ویلي چې ملګرو ملتونو کله هم د یو ناپیلې سازمان په توګه له طالبانو پوښتلي چې دا ماین چا ایښی او ولې ولسي وګړي هدف ګرځېدلي دي؟

د یوناما د ویاندې له خبرو جوتېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د طالبانو وروستۍ څرګندونې خبرو ته د هغوی د لیوالتیا په مانا تعبیر کړي دي.

طالبانو د یوناما د دې وروستي وړاندیز په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو طالبانو له دې وړاندې ویلي و چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه یې د یو ځانګړي کمېسیون د جوړیدو غوښتنه کړې خو د دوی دې وړاندیز ته چا پام نه دی کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .