"ایران کې د افغان اعدامولو موضوع وڅارئ"

د خپريدو وخت: 19:53 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د راپورونو له مخې، اوس مهال تر دوو زرو ډېر افغانان په ایران کې بندیان دي، چې سلګونه تنه يې په اعدام محکوم شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د چارو ادارې ته امر کړی، چې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو مسله په جدي ډول تعقیب کړي او په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د دغو اعدامونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له افغان حکومته یې غوښتي، چې یوه افغان پلاوي ته په ایران کې له افغان بندیانو سره د لیدنې زمینه برابره کړي.

همدا ډول د افغانستان د حکومت یوه مخالف سیاسي ګوند هم په ایران کې د افغانانو اعدامېدل یو غیر شفاف او مرموز کار بللی او له افغان حکومت او ملي شورا نه یې غوښتنه کړې، چې له ډپلوماتیکو لارو ایران د افغان کډوالو د بشري حقونو مراعتولو ته اړ کړي.

په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامېدو پر وړاندې په افغانستان کې له ورځې بلې ته سخت غبرګونونه راپارېږي.

تېره اوونۍ ایراني حکومت پنځه تنه افغانان د نشه يي توکیو د قاچاقو په تور اعدام کړل.

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د چارو ادارې او د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامېدو مسله په جدیت تعقیب کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي وویل، د ولسمشر د امر له مخې دغو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې له ډېپلوماتیکو لارو دغې ستونزې ته حل پیدا کړي.

"د هېواد ولسمشر د وروستیو اعدامونو او په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د اواري لپاره د چارو ادارې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې دغه موضوع ژر تر ژره و ارزوي او له قانوني او دېپلوماتیکو لارو د ایران له اسلامي جمهوریت سره ژر تر ژره په دې اړه خبرې وکړي."

په ایران کې د افغان وګړو اعدامونو او دې خبرې چې هلته افغان بندیان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون هم اندېښمن کړی دی.

د دغه کمیسون اجرایوي مشر محمد موسی محمودي وايي، دا چې ایران د بشري حقونو میثاقونه لاسلیک کړي، د دغه مسولیت له مخې باید دا هېواد د تورنو افغانانو د محاکمې په برخه کې اړوندو معیارونو ته پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له افغان دولته غواړي، په ایران کې د ټولو افغان بندیانو او په ځانګړي ډول د هغو بندیانو نوملړ دغه کمیسیون ته وسپاري چې په ایران کې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

ښاغلي محمودي همدا راز د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې په ایران کې د افغان بندیانو د لیدو په موخه د یوه افغان پلاوي د ورتګ لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې لړ کې د حق او عدالت په نامه د افغان حکومت یو مخالف سیاسي ګوند هم په ایران کې د افغانانو اعدامېدل یو غیر شفاف او مرموز کار بللی او له افغان حکومت او ملي شورا یې غوښتي چې په دې اړه له ډېپلوماتیکو لارو پر ایران فشار واچوي او د افغان کډوالو د حقونو پاللو ته یې اړ کړي.

په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامېدو په اړه تر اوسه څو ځلې د افغانستان حکومت، سیاسي کړیو او عامو وګړو خپلې اندېښنې څرګندې کړي خو افغان دولت تر اوسه نه دی توانېدلی، چې دغې مسلې ته بنسټیزه حل لار پیدا کړي.

د یو شمېر راپورونو له مخې په ایران کې له کلونو راهیسې د افغان بندیانو د اعدامېدو لړۍ روانه ده او د نړیوالو بنسټونو له اندېښنو سره سره د دغه بهیر د بندېدو مخه نه ده ډب شوې.

کابو شپږ میاشتې وړاندې هم په ایران کې یو شمېر افغان بندیان اعدام شوي و او ان د ځینو مړي یې هم خپلو کورنیو ته نه و وسپارل شوي.

کابو دوه کاله وړاندې د افغانستان د ملي شورا یو پلاوی د افغان بندیانو د ستونزو د هواري لپاره ایران ته تللی و.

دغه پلاوي له راګرځېدو وروسته وویل، ایران هوکړه کړې، چې هغه افغان بندیان به د افغانستان دولت ته سپاري چې دوسیې یې بشپړې شوې دي، خو د دوو کلونو په تېرېدو هم دغه ژمنه تر اوسه پلې شوې نه ده.

د راپورونو له مخې، اوس مهال تر دوو زرو ډېر افغانان په ایران کې بندیان دي، چې سلګونه تنه يې په اعدام محکوم شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .