"د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ له کابله پیلېږي"

د خپريدو وخت: 13:36 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ له کابله پیلېږي. مرزا محمد یارمند

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مرزا محمد یارمند په کابل کې د برېښنايي تذکرو د ویش په اړه تر یوې مشورتي غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د حکومت مخالف وسله وال هم برېښنايي تذکرې اخیستی شي او هېڅ کوم ګواښ به ورته متوجه نه وي.

" اوسمهال په دې اړه د سولې عالي شورا څرګند فعالیتونه کوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت هم د مصالحې ډېر پلوي دی، نو د افغانستان هر وګړی چې غواړي د تابعیت تذکره ترلاسه کړي مونږ د دې ضمانت کوو چې نه به ځورول کېږي."

ښاغلي یارمند وویل، د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ له کابله پیلېږي او د دغه ولایت په هرې ناحیې او ولسوالۍ کې به د وېش یو مرکز پرانیستل کېږي او له کابل وروسته به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم غځول کېږي.

هغه وايي، که د افغانستان ټول یا ۵۰ سلنه هغو وګړو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي چې قانوني سن ته رسېدلي وي، نو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د همدې تذکرو په بنسټ ترسره شي.

دغه راز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ټکنالوژۍ مشر ایمل مرجان وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره د جوړیدونکي سافت ویر ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي دي.

د ښاغلي مرجان په وینا، د برېښنايي تذکرو د وېش پر مهال د وګړو د معلوماتو د خوندیتوب لپاره به د برېښنايي تذکرو د وېش له هر مرکزه معلومات په برېښنايي توګه د کورنیو چارو وزارت ته لېږدول کېږي چې د غلا کېدو مخه یې ونیوله شي.

د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره څه د پاسه ۵۰۰۰ کسان د ازادې سیالۍ له لارې استخدام کېږي او په ټول افغانستان کې به د تذکرو د وېش چارې پر مخ وړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .