'نیمايي حقوقي قضیې نادولتي محکمو کې حل کیږي'

د خپريدو وخت: 05:43 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د دغه بنسټ په وینا د طالبانو شوراګانې او سیمه ییزې غونډې تر ډېره د حقوقي قضیو په اړه پرېکړه کوي.

په افغانستان کې د روڼوالي د څار اداره وايي، په ځینو مواردو کې له نیمايي ډېرې حقوقي ستونزې په نادولتي محکمو کې هوارېږي.

په افغانستان د روڼوالي د څار ادارې غونډه په بامیانو ولایت کې د یوې محکمې د پرېکړې له یوه اووه دقیقه يي فلم سره مله وه.

په فلم کې په محکمه کې د خلکو یوشمېر استازي هم لیدل کیږي، چې د قضايي کارکوونکو د کار د بهیر څارنه کوي.

که څه هم د روڼوالي د څار ادراه پر خلکو د څار لړۍ له خپلو نوښتونو څخه ګڼي او مثبته يي ارزوي، خو خپلې اندېښنې هم څرګندوي.

کلېکاږل د خوست محاکم- ځانګړی پروګرام

د دغې ادارې مشر یما ترابي وايي، پلټنې ښيي، چې په ځینو مواردو کې خپلمنځي اختلافات د رسمي محکمو پر ځای تر ډېره په ناحکومتي محکمو او سیمه ییز شوراګانو کې هوراېږي:

''لکه د ځمکې موارد دي، له دوی چې کومې پیسې غوښتل کېږي، ډېرې زیاتې دي، له همدې کبله خلک نادولتي ادارو ته ورځي، چې هلته هم ځینې شوراګانې شته، لکه ولسي شوراګانې، ''صحرايي'' محکمې، د طالبانو محاکم دي''.

یوازې ٪۱۴

په افغانستان کې د روڼوالي د څار اداره دارنګه وايي، په دې وروستیو دوو اوونیو کې يې په کاپیسا او بامیانو کې پلټنو موندلې چې یوازې ۱۴ سلنه قضيې دولتي محکمو ته وړاندې کیږي.

د ښاغلي ترابي وینا، ډېرې هغه قضیې چې دولت ته وړاندې کېږي، د ځینو لاملونو لکه د ناامنیو له کبله د ولسوال په کور یا هم د قاضي په شخصي دفتر کې پلټل کیږي، چې دا کار خپله د روڼوالي بهیر اغېزمنوي.

د روڼوالي د څار د ادارې د وروستۍ څېړنې له اعلان نه څو دقیقې نه وې تېرې شوې، چې د دغې غونډې یوشمېر برخه والو په کاپیسا او بامیانو کې د څېړنې پر بڼې نیوکه وکړه.

له تشې ګټه

وسله وال طالبان هم په افغان دولت کې له دغې تشې په ګټې اخیستنې سره د عدالت د رامنځ ته کولو په لټه کې دي او له همدې لارې یې په خلکو کې ډېر نفوذ هم موندلی.

د ملي شورا غړی سیدحسین عالمي بخلي وایي، دغه پلټنه معیاري نه ده:

''کله چې د رونوالي د څار اداره یو سیاسي کس د عدلي او قضايي ادارو د پلټنې لپاره ټاکي، هغه د روڼوالی لري؟ که دی پخپله روڼوالی خرابوي؟ هغه کس چې پخپله تخصصي نه وي، کار يي مثبتې پایلې هم نه لري''.

په افغانستان کې د روڼوالي د څار اداره وايي، د دغې ادارې د موندنو له مخې په دولتي ارګانونو کې عدلي او قضايي ادارې تر ټولو فاسدې ادارې دي.

وسله وال طالبان هم په افغان دولت کې له دغې تشې په ګټې اخیستنې سره د عدالت د رامنځ ته کولو په لټه کې دي او له همدې لارې یې په خلکو کې ډېر نفوذ هم موندلی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .