هراتیان د ښار د ننه پوخ سړک غواړي

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

لاریون کوونکو د هرات پر ښاروالۍ نیوکې کولی. د ښاري سړکونو بیارغونه د دوی اصلي غوښتنه وه.

د هرات سلګونو اوسېدونکو نن (یکشنبه/فبروري ۱۷) د ښار د ننه سړکونو د بیارغونې د پروژې د ځنډېدو له کبله لاریون وکړ.

د دغه لاریون په ترڅ کې یوشمېر کسانو د سړکونو په کنډو کپرو کې نیالګي کېنول او په ځینو کې یې کبان خوشي کړل.

د هرات د ښاري سړکونو د بیارغونې پروژه په سیمه کې تر ټولو جنجالي پروژه ګرځېدلې او د څرنګوالي پر سر یې د هرات د والي او ښاروال ترمنځ ژور اختلافات پیدا شوي.

دغه لاریون د هرات د لوی جامع جومات له دروازې پیل او د هرات د ولایت تر ودانۍ پورې یې دوام وکړ.

لاریون کوونکو د هرات پر ښاروالۍ نیوکې کولی. د ښاري سړکونو بیارغونه د دوی اصلي غوښتنه وه.

"ځینو رسنیو د هرات د والي د استعفا په هکله هم رپوټونه خپاره کړل، خو د هرات والي دا تشې ګنګوسې وبللې."

د هرات ښاروال محمد سلیم تره کي تر دې مخکې ویلي وو، چې د دې پروژې شاوخوا ۷۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، خو په وینا یې د ولایت له خوا ورته ستونزې جوړېږي او دا پروژه ځنډېږي.

خو د هرات والي داود شاه صبا ویلي وو چې دغه پروژې په رڼه توګه خپل اداري پړاوونه نه دي ترسره کړي.

نن تازه د هرات د والي ویاند محي الدین نوري رسنیو ته وویل چې نویو پلټنو موندلې ښاروالۍ اصلاً د دې پروژې لپاره پیسې نه لري او مخکنۍ څرګندونې یې رښتیا نه دي.

د هرات والي تر دې وړاندې له ولسمشر حامد کرزي څخه هم د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي و چې د هرات د ښاروالۍ په اداره کې اصلاحات راولي؛ ځکه په وینا یې په اوسنیو حالاتو کې ورته فعالیت ستونزمن دی.

ځینو رسنیو د هرات د والي د استعفا په هکله هم رپوټونه خپاره کړل، خو د هرات والي دا تشې ګنګوسې وبللې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .