BBC navigation

ایران کې افغان کډوال له ځايي پولیسو شکایت کوي

د خپريدو وخت: 14:02 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

د رسمي شمېر له مخې په ایرن کې یو میلیون او څلور ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي چې ډېر یې هلته د قانوني مېشت اسناد نه لري.

ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوالو بي بي سي ته شکایت کړی چې له څه مودې راهیسې یې د دغه هېواد پولیس ځوروي.

دغه کډوال پر ایراني پولیسو تور لګوي چې د شپې پرمهال د دوی کورونو ته ننوځي او ځوانان یې د کورنۍ دغړو له وهلو ټکولو او ښکنځلو وورسته له ځان سره بیايي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي د افغان کډوالو دغه شکایت دوی ته هم رسېدلی او د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري د ایران د کورنیو چارو له وزیره غوښتي چې دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

د ایران په شیراز ښار کې یو شمېر افغان کډوالو د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته وویل چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ایراني پولیس دوی ځوروي.

یوه افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، چې ایراني پولیس د شپې مهال د افغان کډوالو کورونو ته ننوځي، د کورنۍ غړي یې وهي ډبوي او ځوانان یې له ځان سره بیايي.

دغه افغان کډوال وايی د کډوالو د څانګې د نوي مشر په راتګ دغه ستونزه رامنځ ته شوې ده.

" له شپږ اوو میاشتو راهیسې وضعیت ډېر خراب دی، زه خبر یم چې نهه - لس تنه له دې وضعیت سره مخامخ شوي دي، آن تر دې چې د شپې مهال د هغوی کورونو ته ننوتي دي، د هغوی موټر یې وړي دي، او د کورنیو له غړو سره یې بد چلند کړی، بله خبره داده چې یو شمېر ځوانان چې حرمین ته تللي و، د بهرنیو اتباعو د څانګې د مسوولینو له خوا نیول شوي دي، بیا کله چې د دوی میندې او پلرونه خبر شوي زندان ته ورغلي، خو هغوی هم چې ځینو میندو شیدې خواره ماشومان لرل زنداني شوي او شپه یې په زندان کې تېره کړې ده."

یو شمېر نورو افغان کډوالو هم دې ته ورته شکایت درلود خو د دوی په وینا د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولی خپل شکایت د رسنیو له لارې نورو ته ورسوي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات وايي هغه افغان کډوال چې د ایراني پولیسو له خوا ځورول کېږي، د کډوالۍ اسناد نه لري.

"وړاندې ایراني چارواکو له افغان کډوالو غوښتي و چې پخپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي او د ویزې په ترلاسه کولو بېرته ایران ته ورشي."

د ښاغلي جرات په وینا افغان چارواکي له دې ستونزې خبر دي او شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په دې اړه خبرې وکړې.

" وروسته له هغه چې دا ستونزه د کډوالو استازو سره شریکه او د هغوی له خوا تعقیب شوه، خو بیا هم د شکایت په توګه د کډوالو چارو وزیر په دې اړه د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې هغه وویل چې دوی له دې ستونزې نه دي خبر، هغه وویل چې دا ستونزه به په جدي توګه تعقیب کړي او په راتلونکي کې به تکرار نه شي."

د رسمي شمېر له مخې په ایرن کې یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي چې ډېر یې هلته د قانوني مېشت اسناد نه لري.

وړاندې ایراني چارواکو له افغان کډوالو غوښتي و چې پخپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي او د ویزې په ترلاسه کولو بېرته ایران ته ورشي.

افغانستان د نړۍ په کچه هغه هیواد دی چې په بهر کې تر ټولو ډېر کډوال لري او ډېر یې په پاکستان او ایران کې مېشت دي.

خو دغه کډوال د نوي نظام په رامنځ ته کیدو بیا هم د امنیتي ستونزو او وزګارۍ له امله افغانستان ته د ستنیدو لپاره زړه نه ښه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .