BBC navigation

د عامه نظم پوليس شمېره ٥٠ زرو ته لوړېږي

د خپريدو وخت: 16:39 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

د افغانستان د عامه نظم د پولیسو په چوکاټ کې اوس مهال نژدې ۱۶۰۰۰ سرتېري دنده لري.

د افغانستان د عامه نظم پولیس وايي، په لویو لارو کې د نړیوالو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو د امنیت لپاره بشپړ چتموالی لري.

اوس مهال په ځینو برخو کې د دغو کاروانونو او د ټول ګټو بنسټونو دامنیت چارې د شخصي امنیتي کمپنیو پر غاړه دي.

د عامه نظم د پولیسو معینیت وايي، تمه لري له ټولو خصوصي کمپنیو څخه به د امنیت له لېږد وروسته د عامه نظم دپولیسو شمیر ۵۰۰۰۰ ته ورسوي.

ټاکل شوې، د عام نظم د پولیسو شمېر وروسته له هغه ۵۰۰۰۰ ته لوړ شي، چې د غو پولیسو ته د ټولو هغو کاروانونو د امنیت چارې وسپارل شي، چې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو اکمالات رسوي.

دغه پولیس وايي چمتو دي، چې په ټولو لویو لارو کې د اکمالاتي کاروانونو د امنیت بشپړې چارې په غاړه واخلي.

د افغانستان دعامه نظم د پولیسو مشر جمیل جنبش بي بي سي ته وویل، د لویو لارو د ساتنې تر څنګ دغه پولیس د ټول ګټو پروژو د ساتنې لپار هم چتوالی لري.

"زموږ دنده یوازې په لویو لارو کې د کاروانونو بدرګه کول نه دي، زموږ دنده دا هم ده، چې په هرځای کې ضرورت وي، هلته ورشو او د کاروانونو امنیت ټینګ کړو. د دې ترڅنګ موږ ټول ګټو پروژو د امنیت چارې هم پرغاړه لرو."

د افغانستان د عامه نظم د پولیسو په چوکاټ کې اوس مهال نژدې ۱۶۰۰۰ سرتېري دنده لري.

ښاغلی جنبش وايي، تر اوسه د لویو لارو په ساتنه کې د دوی پولیسو ته ډېره مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ټاکل شوې، په څو راتلونکو میاشتو کې د ټولو لویو لارو د امنیت چارې له خصوصي امنیتي کمپنیو څخه دغو پولیسو ته وسپارل شي.

د چارواکو په وینا تر اوسه دغو پولیسو شاوخوا درې میلیارده افغانۍ د کاروانونو له ساتنې ترلاسه کړي او د حکومت بودجې ته یې سپارلې دي.

ښايي د دغو عوایدو کچه د عامه نظم پولیسو ته د ټولو لارو د امنیتي مسوولیتنونو له ور سپارلو وروسته نوره هم لوړه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .