BBC navigation

افغانستان او ناروې ستراتېژیک تړون لاسلیک کړ

د خپريدو وخت: 13:35 گرینویچ - سه شنبه 05 فبروري 2013 - 17 سلواغه 1391

افغان ولسمشر حامد کرزی ناروې ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره اوږد مهاله ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزی ناروې ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره اوږد مهاله ستراتېژیک تړون لاسلیک کړ.

د دې سند له مخې به د اوسلو او کابل تر منځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې روښانه شي.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وايي دغه تړون د ولسمشر حامد کرزي او لومړي وزیر وینسي استالتنبرګ ترمنځ لاسلیک شو.

له امریکا، انګلستان، جرمني، هند، ایټالیا، اسټرالیا او فرانسې سره د افغان لوري د اوږد مهاله ستراتېژیکو تړونو سربېره ناروې اتم هېواد دی چې افغان حکومت تړون ورسره لاسلیکوي. چې له مخې یې په راتلونکې له دغو هېوادونو سره د اړیکو څرنګوالی روښانوي.

ظاهرأ له دې ډلې له امریکا سره د ستراتېژیک تړون لاسلیکول مهم دی، تر اوسه د دغه سند یوه برخه چې دوه اړخیزو امنیتي موافقه ده، لا نه ده لاسلیک شوې، خو د جزییاتو په اړه یې خبرې روانې دي.

افغان حکومت له څو میاشتو راهیسې له پاکستان سره هم د ورته تړون پر سر فکر کوي، خو افغان چارواکي وايي له پاکستان سره د ستراتېژیکو همکاریو تړون ته لا هم وخت شته.

د ناروې او افغانستان اړیکې څو لسیزو ته رسیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی وايي له ناروې سره اړیکې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې او اړینې دي، ځکه دغه هېواد له افغان حکومت سره پراخې مرستې کړې دي:

"ناروې له افغانستان سره په تېرو ۱۰ کلونو کې نژدې ۱۰ میلیارده ډالره مرستې کړې، دغه راز د ناروې یو شمېر سرتېري په افغانستان کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګولو کې همکار پاتې شوې دي. او د سیمه ییزو همکاریو په لړ کې یې له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره مرستې کړې دي. ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې له افغانستان سره یو همکار هېواد پاتې شوی او هیله لرو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم دغه دوستي په ډېره جدي او نژدې توګه دوام ولري."

ناورې په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته ځواکونه ولېږل چې نژدې ۱۰۰ تنو ته رسیږي او د افغانستان په شمال کې مېشت دي.

"افغان حکومت له څو میاشتو راهیسې له پاکستان سره هم د ورته تړون پر سر فکر کوي، خو افغان چارواکي وايي له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون ته لا هم وخت شته."

په تېرو کلونو کې د ناروېژن چرچ اېډ، ناروېژن ریفویجي کونسل، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډون یو شمېر موسسو د کرنې، روغتیا، پوهنې او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخو کې کارونه کړي دي.

افغانستان لپاره د ناروېژن کمېټې سرپرست مشر سیدجلال الدین شاه وايي دوی د افغانستان په بدخشان، وردګو، غزني او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت کوي او غواړي چې خپلو چارو ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام ورکړي :

"د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې فعالیتونه ۳۰ کاله مخکې له پېښوره پیل شول او له افغان کډوالو سره یې مرستې کولې. په ۲۰۰۲ کال کې یې خپل دفتر کابل ته ولېږداوه، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته که امنیت وي یا نه وي موږ پلان لرو چې په افغانستان کې کار وکړو."

افغان حکومت په تېر کې په بیا بیا ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د ستراتېژیکو همکاریو تړنونو لاسلیکولو ته لېوال دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .