د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا غونډه پیلېږي

د خپريدو وخت: 05:02 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391
اصف علي زرداري، ډیویډ کامیرون او حامد کرزی

کامیرون تېر کال د سیمه ییزې همکارۍ لومړنۍ خبرې پيل کړې وې.

ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او برتانيا د چارواکو دوه ورځنۍ سرمشريزه نن (یکشنبه/فبروري درېیمه) په لندن کې پيل شي.

د دې غونډې هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د بهير ملاتړ دى.

د درېیواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې اترې د هغه بهير يوه برخه ده چې د برتانيا د صدراعظم ډیویډ کامیرون په نوښت تېر کال پېل شو.

د برتانیا صدراعظم ډیویډ کامیران به نن په خپل کلیوال کور کې د ولسمشر کرزي او ولسمشر زرداري کوربه وي او رسمي خبرې به سبا دوشنبه وشي.

د برتانیا د صدراعظم دفتر وايي تمه لري، چې خبرې د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر وڅرخي او دا چې پاکستان او نړیواله ټولنه څنګه د سولې له دې بهیر سره مرسته کولای شي.

د دواړو هېوادونو یعنې افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باوري فضا له منځه وړل د خبرو اصلي موضوع ده.

ملا برادر

افغان حکومت وار د مخه روښانه کړې، چې د پاکستان له خوا د یو شمېر طالب بندیانو خوشي کول یو مثبت ګام دی، خو غواړي چې د طالبانو د وخت دویم لوړ رتبه چارواکی ملا عبدالغني برادر هم خوشي کړي هغه هم په دې هېله چې د ملا برادر په شان کسان کولای شي طالبان د سولې خبرې ته وهڅوي.

د لومړي ځل لپاره به د افغانستان او پاکستان پوځي او د استخباراتو مشران هم په دې خبرو کې برخه واخلي.

چارواکي ګومان کوي چې دا کار به د پخلاینې په بهیر کې د یو لړ حساسو موضوع ګانو په هوارولو کې مرسته وکړي.

له ناروې سره تړون

ولسمشر کرزی به له لندنه ناروې ته ولاړ شي او له ناروې سره به د ستراتیژیکو همکاریو د سند تر لاسلیکولو وروسته مصر ته وخوځېږي.

په تدریجي ډول له افغانستانه د ناټو د جګړه ییزو ځواکونو د وتلو ضرب الاجل هم د خبرو یوه اصلي موضوع ده او دا د پاکستان لپاره هم ډېر اهمیت په دې لري چې له هغه وروسته د سيمې د امنیت په اړه اندېښنه لري.

په پام کې ده چې ولسمشر حامد کرزی له شهزاده چارلس سره هم وګوري.

ولسمشر کرزی به له لندنه ناروې ته ولاړ شي او له ناروې سره به د ستراتیژیکو همکاریو د سند تر لاسلیکولو وروسته مصر ته وخوځېږي.

ولسمشر حامد کرزی پرداسې مهال برتانیا ته خوځېدلی،چې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته یې د سولې پر شرایطو کلېکاږل ځانګړې لیکنه کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .