ولسمشر کرزی د کانګرس له غړو سره غونډې کوي

د خپريدو وخت: 06:44 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

ویل کېږي دې لیدنو کې به افغان لوری په راتلونکي کې له افغانستان سره د کېدونکو امریکايي مرستو په اړه هم ډېر تاکید کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزی واشنګټن کې د امریکا د کانګرس له غړو سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي رول په اړه غونډې کوي.

دا مساله به د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د ولسمشر کرزي د خبرو پر مهال د اجنډا د سر موضوع وي.

له دې لېدنې مخکې د سپینې ماڼۍ د امنیتي سلاکار بن روډېس هغې خبرې، چې کیدای شي، له ۲۰۱۴ کال وروسته یو امریکايي عسکر هم افغانستان کې پاتې نه شي، نوي بحثونه را پورته کړي دي.

ځیني کسان دا د امریکا له لوري د فشار اچوونې هڅه بولي او وايي، کابل او واشنګټن دواړه پوهیږي، چې امریکا په بشپړه توګه له افغانستانه پوځیان نه شي ایستلای او ایستل یې هم نه غواړي.

ویل کېږي دې لیدنو کې به افغان لوری په راتلونکي کې له افغانستان سره د کېدونکو امریکايي مرستو په اړه هم ډېر تاکید کوي.

افغان ولسشمر حامد کرزى چې اوس مهال په واشنګټن کې دى د جمعې په ورځ به له ښاغلي اوباما سره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د راتلونکي رول او دندې په اړه خبرې وکړي.

دواړه مشران غواړي چې د ناټو د محاربوي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې لږ شمېر امريکايي سرتېري پاتې شي، خو واشنګټن پر دې ټینګار کوي چې ولسشمر کرزی باید امريکايي سرتېرو ته له محاکمې څخه معافيت ورکړي.

په عراق کې د هغه هېواد چارواکو د امريکا دغه غوښتنه و نه منله، ځکه ټول امريکايي سرتېري له هغه هېواده ووتل.

د ولسشمر حامد کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي ته وويل چې افغان حکومت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اوږدې مودې پاتې کېدو ته خوشحال دي.

د نوموړي په وینا " اوسمهال د دواړو هېوادونو تر منځ مهم مذاکرات دوام لري او د افغانستان لپاره خپلې ملي ګټې او ملي حاکمیت مهم دي. افغانستان د خپلو ځواکونو د تجهیزولو په شمول یو لړ غوښتنې لري او که د امریکا متحده ایالات د افغانستان ملي ګټو او ملي حاکمیت ته درناوی کوي او غوښتنې یې مني، نو افغانستان چمتو دی، چې له دغه هېواد سره امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړي."

واشنګټن ته د ښاغلي کرزي درې ورځني سفر کې به له ښاغلي اوباما او نورو چارواکيو سره مهمې خبرې هم شاملې وي، خو وروستۍ پرېکړه به نه کېږي.

افغان ولسمشر غواړي امريکايي ځواکونه يې د هېواد له ښارونو او کليو ووځي. خبريالان وايي دغه ليدنې کتنې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې د عادي حالت په پرتله ډېر درزونه موجود دي.

د امريکايانو په ګډون ډېر بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ووځي.

"کابل کې د بي بي سي خبريال کونټېن سمروېل وايي داسې ښکاري، د امريکا ولسمشر د هغه ځواک پر کچه بحث وکړي چې هلته پاتې کېږي، او هم دا چې هغوی هلته د دې لپاره دي چې د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي او که خپل لومړی پام له القاعدې سره پر چلن راغونډ کړي."

د سپينې ماڼۍ چارواکو مخکې ويلي وو، دوی د جګړې ماموريت له پای ته رسېدو وروسته غوره بولي چې په افغانستان کې له ۳۰۰۰ نه تر ۹۰۰۰ پورې امریکايي ځواکونه پاتې شي.

ټاکل شوې افغان مشر د جمعې په ورځ له ولسمشر اوباما سره خبرې وکړي، چې امريکا کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د دوی ترمنځ لومړۍ کتنه ده.

کابل کې د بي بي سي خبريال کونټېن سمروېل وايي داسې ښکاري، د امريکا ولسمشر د هغه ځواک پر کچه بحث وکړي چې هلته پاتې کېږي، او هم دا چې هغوی هلته د دې لپاره دي چې د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي او که خپل لومړی پام له القاعدې سره پر چلن راغونډ کړي.

اټکل دی ولسمشر کرزی د واشنګټن خبرو کې راتلونکي کې پر وسايلو د افغان پوځ د سمبالولو غوښتنه وکړي، چې درنې وسلې، پرمختللی هوايي ځواک او طبي ملاتړ به هم په کې شامل وي.

اوس مهال افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ۱۰۰ زره بهرني سرتېري مېشت دي چې شاوخوا ٦٠ زره یې امریکایان دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .