BBC navigation

افغانان د امريکايي ځواکونو په بشپړ وتلو همغږي نه دي

د خپريدو وخت: 15:10 گرینویچ - چارشنبه 09 جنوري 2013 - 20 مرغومی 1391
افغانستان

عام افغان وگړي سره وېشلي دي ځينې د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل غواړي نور بيا وېره لري چې د هغو له وتلو سره ښايي کورنۍ جگړه ونښلي

افغان حکومت د هغو رپوټونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی چې وايي ښايي امریکا د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په پای کې خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

دغه پورټونه داسې مهال خپاره شوي، چې ولسمشرحامد کرزی له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره د مهمو مسایلو پر سر د خبرو لپاره واشنګټن ته رسیدلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې بی بي سي ته وویل، چې د خبرو اترو د پایلو په تمه دي.

د امریکا جګپوړي امنیتي سلاکار بن روډېس ویلي، چې د امریکا اداره له افغانستانه د ټولو ځواکونو پر وتلو غور کوي.

افغان حکومت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې په رسمي توګه به دې اړه څه ونه ویل.

خو بي بي سي د افغانستان په نهو ولایتونو کې له یوشمېر خلکو سره خبرې کړي او ډېری خلک د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالف دي.

دوی وايي، د کورنۍ جګړې پيلیدل، په زور واک ته رسیدل او د طالبانو بیرته واکمنیدل هغه ویرې دي، چې له امله یې دوی له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو انديښمن دي. يوۀ تن وويل:

( کله چې له افغانستانه د بهرني ځواکونو د وتلو خبره مطرح شوه، نو طالبانو ویل، چې د روسانو په شان یرغلګر مو تېښته ته اړ کړل. اندېښنه مو دا ده، چې بېرته به طالبان واکمن شي او کورنۍ جګړې به بیل شي.)

خو ځینې نور بیا وايي، که له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې بهرني سرتیري پاتې کیږي، نو باید د افغانستان اساسي قانون او کلتور ته درناوی وکړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي

( که امریکایان له افغانستانه وځي او خپل ټول امکانات ورته پرېږدي نو تول دې ووځي او که پاتې کیږي هم د قانون احترام دې وکړي، د افغانانو د کلتور احترام دې وکړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی دې وکړي. )

خو ځینې داسې کسان هم شته، چې په افغانستان کې د ټولو بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي. دغه ډله خلک په دې باور دي، چې که ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووځي، طالبانو ته به د جنګ د دوام بهانه له منځه لاړه شي.

( سلګونه زره بهرني پوځيانو ونه شوی کړی، چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې سوله راولي، نو که اوس يي نیمايي وځي او نیمايي پاتې کیږي، نو په دې هم سوله نه شي راتلی. د افغان دولت د مخالفینو غوښتنه همدا ده، چې بهرنیان دې له افغانستانه ووځي، نو د افغانستان د سولې د ټينګښت لپاره غوره ده، چې تول بهرنیان له افغانستانه ووځي.)

داسې هم اټکل کیږي، چې له افغانستانه به د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پر انتخاب هم بحث وشي او دا هغه څه دي، چې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال هم یاد کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسي زي بي بي سي ته وویل، چې په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو د خپرو پایلو ته، چې دجمعې په ورځ کیدونکي دي، په تمه دي.

ټاکل شوې دواړه ولسمشران به افغان ځواکونوته د امنیتي مسوولیتونو پر لیږد، د افغان ځواکونو پر سمبالښت او د افغان دولت له مخالفانو سره د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .