BBC navigation

نورستان کې وسلې او ۵۰ رنجر ورک شوي

د خپريدو وخت: 10:42 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

تېر کال د دغه ولایت چارواکو ګواښ کړی و، که چېرې حکومت دغه ولایت ته جدي پام ونه شي، شاید دوې ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ولوېږي.

د افغانستان مشرانو جرګې ویلي، چې په نورستان کې پولیسو ته د ورکړل شوې وسلې ډېره برخه تری تم شوی ده.

مشرانو جرګې پخپل راپور کې ویلي، چې دغه وسلې له تېرو لسو کالو کې د نورستان پر پولیسو وېشل شوې دي، چې نژدې ۲۷۰۰ میله یې ورکه شوې ده.

همدارنګه، په تېرو شپږو کلونو کې د نورستان د پولیسو تر پنځوسو د ډېرو رنجر ګاډو د ورکېدو خبر ورکړی دی.

دغه راپور نورستان ته د مشرانو جرګې د سناتورانو د یوه پلاوي تر ستنېدا وروسته چمتو شوی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا دغه راپور ناسم بولي.

نورستان د مشرانو جرګې لس کسیزه پلاوي د دغه ولایت ټول وضعیت ارزولی او بیا یې راپور چمتو کړی دی.

دغو سناتورانو خپل راپور د سې شنبې په ورځ (جنوري اتمه) د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

د راپور د سر موضوع په نورستان کې د تېرو شپږو کلونو په اوږدو کې د څه باندې پنځوسو رنجرو د ورکېدو او له تېرو لسو کالو راهیسې په دغه ولایت کې د نژدې ۲۷۰۰ میله وسلې د ورکېدو خبره شوې ده.

د دغه راپور په خپرېدو سره، په مشرانو جرګې کې یو لړ انتقادي بحثونه وشول او د ورکو شوو مهماتو او ګاډو په اړه سناتورانو اندېښنې وښودې.

د مشرانو جرګې د تقنیني او له فساد سره د مبارزې د کمیسیون مشر حافظ عبدالقیوم، چې نورستان ته د تللي پلاوي غړی هم دی، ویلي ودې شي چې ورکې شوې وسلې د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېدلې وي.

نوموړي وویل، که چېرې دا کار شوی وي، د سختې اندېښنې خبره ده:

''نورستان ته چې کومه وسله ورکړل شوې ده، د اوسنیو شمېرو له مخې چې له پولیسو سره کومه وسله شته، تقریباً دوه زره او پنځه سوه تر تر اوو سوو پورې میله وسله ورکه شوې ده. دا موضوع مو د کورنیو چارو له وزیر سره مطرح کړې ده.''

نورستان

نورستان د افغانستان په ختيځ کې یو له هغو غرنیو ولایتونو دی، چې تر ډېره په کې وسله وال فعالیت لري.

همدارنګه، ښاغلي عبدالقیوم وویل، چې دا موضوع یې د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي دغه راپور بې بنسټه بللی دی:

''زه د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب دا موضوع نه شم تاییدولی. په نورستان ولایت کې د ملي پولیسو تشکیلات او جوړښت کومه خاصه ستونزه نه لري، هلته وسلې نه دي ورکې شوې، وسایط هم نه دي ورک شوي، بلکې کېدای شي په تېرو کلونو کې ځینو وسایطو عوارض پیدا کړي وي او مرکز ته استول شوي وي.''

نورستان د افغانستان په ختيځ کې یو له هغو غرنیو ولایتونو دی، چې تر ډېره په کې وسله وال فعالیت لري.

تېر کال د دغه ولایت چارواکو ګواښ کړی و، که چېرې حکومت دغه ولایت ته جدي پام ونه شي، شاید دوې ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ولوېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .