افغان حکومت د تورخم دوهم سړک جوړولو تابيا لري

د خپريدو وخت: 18:57 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

له خيبر درې تېرېدونکې تورخم- جلال آباد لويه لار بيا کراچۍ بندر ته غځېدلې ده

افغان حکومت وايي د تورخم- جلال اباد لويې لارې د دویم سړک جوړولو لپاره يې د راتلونکي مالي کال بوديجه کې پيسې بېلې کړي دي.

کابو څلور کاله وړاندې پاکستان ويلي وو دغه شاوخوا ۷۵ کيلومتره سړک به دوی جوړوي.

د دغه سړک نژدې اويا سلنه کار د پاکستان له لوري بشپړ شوی، خو د نامعلومو لاملونو له امله يې کار له تېرو دريو کلونو راهيسې ځنډېدلی دی.

د تورخم- جلال اباد لويه لار افغانستان د کراچۍ بندر له لارې له ټولې نړۍ سره نښلوي.

ټاکل شوې وه دغه سړک د لسگونو ميليون ډالرو په لگښت د پاکستان له خوا په وړيا ډول او په نړيوال معيار جوړ شي، خو کار يې تر اوسه نيمګړی پاتې دی.

د سړک کابو اويا سلنه کار بشپړ شوی، خو د افغانستان د عام ګټو وزارت وايي په تېرو دريو کلونو کې جوړ شوی سړک شاوخوا ٪۲۰ بېرته خراب شوی دی.

که څه هم اسلام اباد، کابل د دغې لارې نه جوړولو په اړه ښکاره خبره نه ده کړې، خو افغان چارواکي وايي داسې برېښي چې پاکستان يې د پاتې برخې جوړولو نيت نه لري.

د دغه وزارت مرستيال احمد شاه وحيد بي بي سي ته وويل ښايي پر دغه سړک شاوخوا ۳۰ ميليون ډالره لګښت راشي او کابينې يې د افغانستان له بوديجې د ورکړې پرېکړه کړې ده.

له دې وړاندې افغان حکومت د جلال اباد ـ تورخم دويم سړک د کار په تړاو پاکستان ته رسمي ليک استولی و او ترې غوښتي يې وو چې د دغه سړک جوړولو يا نه جوړلو په تړاو وروستی ځواب ورکړي.

دوی وايي اسلام اباد د دوی ليک ته ځواب نه دی ورکړی.

د دغه کابو ۷۵ کيلومتره اوږده سړک له جوړېدا سره به د جلال اباد- تورخم ترمنځ ترافيکې ستونزې په بشپړه توگه له منځه ولاړې شي.

له خيبر درې تېرېدونکې تورخم- جلال آباد لويه لار چې بيا کراچۍ بندر ته غځېدلې، افغانستان او منځنۍ اسيا له نورې نړۍ سره نښلوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .