د مشرانو جرګې او ښاغلي خلیلي ترمنځ د مځکو غصبولو ناندرۍ

د خپريدو وخت: 20:03 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

د ښاغلي خليلي دفتر وايي لومړی بايد د مشرانو جرګې کمېسيون د مځکو غصبولو خبره ثابته کړي.

د افغانستان مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون ويلي ولسمشر حامد کرزي ته يې د دويم مرستيال کريم خليلي وروستی ليک د مشرانو جرګې رول محدودول ښيي.

ښاغلي خليلي په وروستي ليک کې چې ولسمشر ته يې استولی د خپل حيثيت بېرته پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

ده دا ليک د مشرانو جرګې يوه کمېسيون ته په غبرګون کې استولی، چې د ښاغلي خليلي يو ورور يې په مځکو غصبولو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

خو د ښاغلي خليلي دفتر وايي په مشرانو جرګه کې پخپله کريم خليلي د مځکو غصبوونکي په توګه ښوول شوی دی.

د مشرانو جرګې او ولسمشر کرزي د دويم مرستیال ترمنځ جنجال وروسته له هغه را وټوکېده چې د دغې جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون د کريم خليلي ورور په مځکو غصبولو کې په لاس لرلو تورن کړ.

دويم مرستیال کريم خليلي وايي مشرانو جرګې مخامخ ده ته د مځکو غصب کې د لاس لرلو ګوته نېولې او له همدې امله يې ولسمشر کرزي ته د خپل حيثيت پر ځای کولو په موخه ليک استولی دی.

په مشرانو جرګه کې د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر زلمی زابلی وايي ولسمشر کرزي ته يې د دويم مرستيال ليک د دوی د کارونو محدودولو هڅه ده.

دی وايي د دغه کمېسيون يوه غړي هدايت الله رهايي څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې د ښاغلي خليلي ورور مځکو غصبولو کې په لاس لرلو تورن کړ.

"هغه څو ورځې وړاندې په مشرانو جرګه کې د مځکو غصبولو په اړه خبرې وکړې، ويې ويل چې د خليلي صيب ورور ولې دومره مځکې غصبوي او ښاغلی خليلي يې مخنيوی نه کوي. ده مخامخ کريم خليلي د مځکو غصبولو کې په لاس لرلو تورن نه کړ، بلکې ويې ويل چې که ښاغلی خليلي د خپل ورور مخنيوی نه کوي نو دا په دې مانا ده چې پخپله کريم خليلي هم ورسره شريک دی. ده په دغو ټکو په جرګه کې خبرې وکړې."

خو د ولسمشر د دويم مرستيال دفتر وايي په مشرانو جرګه د مځکو غصبولو ګوته پخپله کريم خليلي ته نيول شوې او اوس بايد د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون دا سپينه کړي چې آيا پخپله ښاغلي خليلي د مځکو غصب کې لاس لري که څنګه.

ښاغلي خليلي ولسمشر کرزي ته په يوه ليک کې د خپل حيثيت بېرته پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي خليلي د دفتر مشر بصير وايي لومړی بايد کمېسيون د مځکو غصب ثابت کړي او بيا په کې د ولسمشر د دويم مرستيال لاس لرل ثابت کړي.

"لومړی بايد د مځکې غصب د محکمې له لوري ثبات شي نه د ښاغلي زابلي له لوري. وروسته له هغه دې د ده د ورور له لوري د مځکو غصب کې د استاد خليلي رول معلوم شي. د ښاغلي خليلي ورور وړاندې له دې چې دی د ولسمشر د مرستیال په توګه ونومول شي، سوداګر و، مځکې يې لرلې او د مځکو د پېر او پلور کاروبار يې کاوه."

خو د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر وايي ښاغلی خليلي ولسمشر ته د ليک په استولو غواړي حقيقتونه پټ کړي او د دې پر ځای چې خپل ورور د مځکو له غصبولو راوګرځوي د دوی پر کړنو د محدوديتونو هڅه کوي.

ده د خپلو ادعاو د ثابتولو لپاره په بغلان کې د دشت الوان هغې شاوخوا ۲۱زره جريبه مځکې ته اشاره وکړه چې په خبره يې د کريم خليلي ورور غصب کړې او سترې محکمې يې بېرته حکومت ته د سپارلو لارښوونه کړې ده.

په افغانستان کې د مځکو غصبول په تېرو څو کلونو کې پراخه ستونزه شوې، او حکومت نه دی توانېدلی د لا نورو عامه مځکو غصب او لاندې کولو ته د پای ټکی کېږدي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .