کندهار کې د نابللې الوتکې د کښته کېدو پلټنه کېږي

د خپريدو وخت: 14:48 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د کندهار هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

افغان حکومت وايي، د کندهار په هوايي ډګر کې د یو خلیجي هېواد اړوند الوتکې د ناستې په اړه څېړنې روانې دي.

په دغه الوتکه کې کندهار ته عربي، پاکستاني او هندي وګړي راغلي وو خو د سفر لامل یې لا جوت نه دی.

په دوبۍ کې یوه سرچینه وايي، د دغې الوتکې سپرلۍ د قطر د شاهي کورنۍ غړي او د هغوی نوکران وو چې د ښکار لپاره فراه ته تلل او د دغه سفر لپاره یې رسمي اجازه او د افغانستان ویزې درلودلې.

د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو په تيره بيا د کندهار په هوايي ډګر نړيوال ځواکونه واکمن دي ، نو څنګه کېداى شي داسې الوتنې وشي؟

دوه ورځې وړاندې، یوه خصوصي الوتکه چې ویل کېږي یو خلیجي هېواد پورې اړه لري، د افغانستان د سوېلي ولایت کندهار په هوايي ډګر کې کیناسته.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغه الوتکه په ناقانونه توګه راغلې او د امنیت شورا ته دنده ورکړل شوې چې په اړه یې څېړنې وکړي.

خو هغه کسانو چې دغه الوتکه یې په کرایه نیولې وه وايي، افغانستان ته د الوتنې لپاره ټول اسناد د اړوندو ادارو له خوا د دوی په واک کې ورکړل شوي و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، لومړني معلومات ښيي چې دغه کسان د یو والي سره د لیدلو په موخه افغانستان ته راغلي و خو الوتکې یې د نامعلومو لاملونو له امله د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغو کسانو د اسنادو ارزونه ښيي چې هغوی د افغانستان ویزې درلودې او د الوتکې تر ناستې وروسته د هوايي ډګر د یو چارواکي له خوا یو میلمستون ته وړل شوي دي.

خو یوې سرچینې چې بي بي سي ورسره په دوبۍ کې خبرې کړي ویلي، الوتکه د قطر د شاهي کورنۍ د یو غړي له خوا په کرایه نیول شوې وه او ورسره د هغه نوکرانو چې پاکستاني او هندي وګړي و، ملګرتیا کوله.

د سرچینې په وینا الوتکې غوښتل له دوبۍ نه مزار او له مزاره فراه ته پرواز وکړي خو د هوا د خرابۍ او د دغو ولایتونو په هوايي ډګرونو کې د شته نړیوالو ځواکونو د مخالفت له امله په ناستې بریالۍ نه شوه نو ځکه لومړی هرات، بیا کندهار او بیا پاکستان ته ولاړه.

هلته هم ورته د ناستې اجازه ور نه کړل شوه نو له هغه وروسته چې يې تیل یې په ختمېدو شول د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړه.

سرچینې ویلي، هر کال له عربي هېوادونو یو شمېر شتمن کسان د ښکار لپاره افغانستان ته راځي او همدا اوس يې هم یو شمېر په هېواد کې شتون لري.

د کندهار هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د اریانا شرکت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د کندهار د امینه قومندان په امر دغو کسانو ته دوبۍ ته د پرواز ټکټونه اخیستل شوي دي.

د افغانستان د قوانینو له مخې د بهرنیو الوتکو راتلل باید لومړی د بهرنیو چارو او ټرانسپورت وزارتونو سره همغږي شي او تر تایید وروسته له سیمه ییزو چارواکو سره شریک شي، هغه څه چې د دغې الوتکې په راتلو کې د چارواکو په وینا په پام کې نه و نیول شوي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وویل، دغې الوتکې ته د کابل چارواکو د ناستې اجازه ورکړې وه.

اوس مهال د افغانستان هوايي حریم او په ځانګړې توګه د کندهار هوايي ډګر د نړیوالو ځواکونو په کنټرول کې دی او هغوی خپله د الوتکو په الوتنو او کیناستو څارنه کوي خو له دې سره سره بیا هم په دې توګه د یوې الوتکې ناستې پوښتنې را پورته کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .