BBC navigation

زلزلې د افغانستان او پاکستان یو شمېر برخې ولړزولې

د خپريدو وخت: 07:46 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د امریکا د ځمکپېژندنې سازمان په ویبپاڼه کې راغلي، چې د زلزلې مرکز په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې و.

له افغانستان څخه په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي، چې د ریکټر په کچه پنځه اعشاریه اته درجې زلزلې د دغه هېواد یو شمېر برخې ولړزولې.

زلزله د هېواد په پلازمېنه کابل کې هم محسوسه شوه. د کابل ښار په ختیځ او لوېدېځ کې ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، چې زلزله زوروره وه او تر ۲۵ ثانیو پورې یې دوام وکړ.

دغه زلزله د پاکستان په یو شمېر سیمو کې هم محسوسه شوې ده. د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځايي اوسیدونکو ویلي، چې دغه زلزله یې محسوسه کړې.

د امریکا د ځمکپېژندنې سازمان په ویبپاڼه کې راغلي، چې د زلزلې مرکز په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې و.

د نوموړي سازمان د مسوولینو په وینا زلزله له ځايي وخت سره سم د شپې په ۲۰: ۱۰ بجې راغله او مرکز یې د بدخشان ولایت د کران او منجان سیمې په ۴۲ کیلومترۍ کې و.

"په کونړ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي په دې سیمه کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شول، خو د نوموړي په خبره ډېر پیاوړي نه وو."

دم ګړۍ د دې زلزلې له امله د هېڅ ډول زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په کونړ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي په دې سیمه کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شول، خو د نوموړي په خبره ډېر پیاوړي نه وو.

د کریاب په وینا د نورستان او بدخشان په کلیوالو سیمو کې د ټیلیفوني اړیکو د نشتوالي له کبله د زلزلې له امله د رسېدلي زیان په اړه کره معلومات راټولول ګران دي، خو د نوموړي په خبره په دا وروستیو کې د افغانستان په ختیځو برخو کې ګڼ بارانونه اورېدلي، چې له دې امله د تلفاتو د احتمالي ډېرېدو وېره شته.

د افغانستان په شمال کې او په ځانګړې توګه د هندوکش په سیمه کې کله نا کله زلزلې رامنځ ته کېږي، ځکه دغه سیمه آلپ هیمالیا نومي زلزله یی کرښې نه نژدې پرته ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .