افغانستان کې واورو د ګڼو سیمو لارې بندې کړي

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د سالنګ لویه لاره هم له تېرې شپې راهیسې د واروې اورښت له کبله د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې واوره ورېدلې چې له امله یې په ځینې ولایتونو کې له مرکزونو سره د ولسوالیو لارې بندې شوې دي.

سږکال تر اوسه په دایکندي ولایت کې تر نورو ولایتونو ډېره واوره ورېدلې ده. ویېل کېږي چې د واورې ورېدنې له کبله د دغه ولایت د اتو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوي دي.

د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې هم د ولایت له مرکز سره د دولسو ولسوالیو لارې بندې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، چټکو مرستو ته اړتیا لري.

تر اوسه پورې په دغو سیمو کې د واورو له کبله د اووښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکول شوی.

د کابل په شمال کې د سالنګ لویه لار د شدیدو واورو له کبله بنده شوې ده. د دغې لویې لارې د ساتنې مشر جنرال رجب وايي، چې د شدیدو واورو له کبله د تېرې شپې اتو بجو راهیسې دغه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

له پېښو سره د مبارزې افغان اداره دا مني چې د افغانستان په ډېرو برخو کې د واورې اورښتونه روان دي او په ځینو ولایتونو کې د ولسوالیو لارې له اړوندو مرکزونو سره بندې شوې دي. د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه پورې واورو کوم ځاني او مالي تاوان نه دی اړولی.

ښاغلي سیاس همداراز وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال ډېر چمتووالی لري او هغه سیمو چې د اورښتونو له کبله له ګواښ سره مخ دي هلته یې د بسنې په کچه اړتیا وړ لومړنۍ مرستې، خواړه او البسه لېږدولي دي.

پروسږکال په ژمي کې د سړې هوا، واورو اورښت او ښوېدنې، او سېلاوونو له کبله په افغانستان کې نژدې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو، تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي وو او کابو لس زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښولو ته اړوتې وې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .