BBC navigation

د روسیې شرکت کابل کې کورونه جوړوي

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

دغه فابریکه به د کورنو لپاره دیوالونه، پوړۍ او نور ودانیزعناصر جوړوي چې په دې سره به د کور جوړولو پروسه ډېره چټکه شي.

له لسیزو وروسته یو ځل بیا یو روسي شرکت له افغان حکومت سره په ګډه د کور جوړولو فابریکه جوړوي.

د دغې فابریکې د جوړولو تړون نن ( چهار شنبه د دسمبر ۲۶ ) د افغانستان د ښار جوړونې وزارت او یستوک روسي شرکت د چارواکو ترمنح لاسلیک شو.

د افغانستان د ښارجوړونې وزارت د چارواکو په وینا د دې فابریکې لومړنۍ پانګه ۵۰ میلیونه ډالره ده او تر راتلونکو دریو کلونو به د همدې فابریکې پر مټ ۱۰۰ زره کورونه جوړ شي.

د دغې فابرېکې د جوړولو تړون د افغانستان د ښارجوړولو وزیر حسن عبدالهي او د ویستوک نومي روسي شرکت د استازي ترمنځ لاسلیک شو او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.

د افغانستان د ښار جوړولو وزیر وايي، د دغې فابریکې لومړنۍ پانګه ۵۰ میلیونه ډالره ده او تر راتلونکو اوو میاشتو پورې به جوړه شي.

"دغه فابریکه به د کورنو لپاره دیوالونه، پوړۍ او نور ودانیزعناصر جوړوي چې په دې سره به د کور جوړولو پروسه ډېره چټکه شي."

احمد نواز بختیار

"دواړو لوریو هوکړه کړې چې یو سهامي شرکت به جوړوي او د دې کمپنۍ په جوړیدو سره چې تر راتلونکو اوو میاشتو پورې به یې کار بشپړ شي، هیله لرو چې پر مټ یې تر دریو راتلونکو کلونو پورې ۱۰۰ زره کورونه جوړ کړو. د دې کمپنۍ لومړنۍ پانګه ۵۰ میلونه ډالره ده او تر راتلونکو دریو کالو پورې به ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسیږي."

د کور جوړونې د تصدۍ رییس احمد نواز بختیار په وینا، د کور جوړولو فابریکې لپاره به ځمکه او خام مواد افغانستان ورکوي او تکنالوژي او ماشینونه به یې روسي شرکت برابروي.

"دا فابریکه به د یوې ودانۍ لپاره لا دمخه ساختماني عناصر جوړوي، لکه پوړۍ، دیوالونه، کړکۍ او داسې نور، لکه په کابل کې چې ۵۰ کاله وړاندې مکروریانونه جوړ شوي و، دا فابریکه به په نننیو معیارونو هماغسې ودانۍ جوړوي. د دې کمپنۍ په جوړیدو سره دوه ګټي کوو، یو دا چې د کمپنۍ له خوا د جوړیدونکو کورونو بیه به ۴۰ سلنه ټیټه وي او بل دا چې د نورو کورونو په پرتله به ژر جوړیږي."

ښاغلي بختیار وايي، دا فابریکه به په نړیوالو معیارونو کورونه جوړوي او ټولې لازمې اسانتیاوې به لري.

سره له دې چې په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې ډېرې مېنې جوړې شوې خو د استوګنځایونو بیه یې ډېره لوړه ده، د دغې کمپنۍ له خوا جوړ شوي کورونه ښايي د منځني کچې اقتصاد خاوندانو ته هم د کور اخیستو زمینه برابره کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .