BBC navigation

پوهنې وزارت وايي ٪۶۳ پرمختيايي بوديجه يې لګولې

د خپريدو وخت: 12:05 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391
فاروق وردګ

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په ۱۳۹۰ کال ( ٢٠١١\٢٠١٢) کې د خپلې پرمختيايي بودیجې په سلو کې ۶۳ مصرف کړې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په ۱۳۹۰ کال ( ٢٠١١\٢٠١٢) کې د خپلې پرمختيايي بودیجې په سلو کې ۶۳ مصرف کړې دي.

د تفتیش د مرکزي ادارې له خوا ولسي جرګې ته د تېر لمریز کال د پرمختیايي بودیجې د لګښت په وراستول شويو شمېرو کې راغلي وو، چې د پوهنې وزارت په سلو کې ۴۸ بوديجه لګولې وه، خو وزارت دغه شمېرې نه مني.

پوهنې وزارت پارلمان ته په خپل استول شوي رپوټ کې کښلي، چې تېر کال د دغه وزارت ټوله پرمختیايي بودیجه څه باندې ۱۵۳ میلیون ډالره وه چې تر ۹۵ میلیون ډالره ډيرې يې چې د ټولې بوديجې ۶۳ سلنه جوړوي، مصرف شوې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په ۱۳۹۰ کال کې د دوى ټوله بودیجه ۲۰۱ میلیون ډالره ښوول شوې وه چې څه باندې ۲۴ میلیون ډالره یې د مرستندویه هېوادونو له خوا له ژمنو سره سره تېرکال وزارت ته ورنه کړل شوه او ۲۳ میلیون ډالره نوره یې د روان کال د پرمختیايي بودیجې له جملې د تېر کال په بوديجه کې شمېرل شوې وه.

د پوهنې وزارت وايي د ۲۷ پروژو کار د دغو ۴۷ میلیون ډالرو د نه ور رسېدو له کبله پاتې شو، چې په دې تړاو رپوټ یې ان تېر کال اړوندو ادارو ته استولی و.

دلایل

د پوهنې وزارت زياتوي دوى د ولسي جرګې استازو ته په خپل استول شوي رپوټ کې په دې تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړی دي.

د پوهنې د وزارت چارواکي وايي ولسي جرګې ته د مالیې وزارت له خوا په استول شویو مکتوبونو کې د پوهنې د وزارت بودیجه ۱۵۳ میلیون ډالره ښودل شوې ده.

په کابل کې د پوهنې وزارت په دې باور دی چې د تېر کال د بودیجې د بشپړ نه لگولو دلايل يې بهرني، کورني، امنیتي او اقلیمي وو.

وزارت په بهرنیو او کورنیو عواملو کې د مرستندویانو له خوا د ژمنه شویو مرستو پوره او پر خپل وخت نه ورکول کېدل، د تدارکاتو د سیستم د اوږد بهیر شتون، له یو کال څخه د زیات وخت لپاره د ځینو پروژو د تړونونو تر سره کېدل، په تړونونو کې د یو لړ تخنیکي ستونزو شته والی، په ځینو ولایتي ادارو کې د تخنیکي وړتیا وو کموالی او د ۱۳۹۰ کال د بودیجې په تصویب کې ځنډ او ځینې نورې ستونزې يادې کړي دي.

"د افغانستان ولسي جرګې پر ١١ وزارتونو نيوکه کړې وه چې خپله پرمختيايي بوديجه يې نه ده لگولې."

د پوهنې د وزارت چارواکي وايي نا امني او د افغانستان په ځینو سیمو کې د اقلیمي شرایطو له کبله د کار کولو د مودې کموالی د ساختماني پروژو په نه بشپړېدو کې مهم رول لري چې له کبله یې د بودیجې لګښت له ستونزو سره مخامخ کوي.

د افغانستان د پوهنې د وزارت عادي بوديجه تر ٤٠٠ ميليونه ډالرو ډېره ده چې د چارواکو په وينا ٪٩٩ لگېدلې ده.

په دغه وزارت کې ٢٣٧ زره ښوونکي او نور کارکوونکي شته.

د افغانستان ولسي جرګې پر ١١ وزارتونو نيوکه کړې وه چې خپله پرمختيايي بوديجه يې نه ده لگولې.

د ولسي جرگې استازو ويل چې ځينې وزيران به جرگې ته ورغواړي او د سپيناوي په نشتوالي کې به يې د اعتماد رايه بېرته ورڅخه اخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .