''کابل کې د اور زیانمنو شویو لاسنیوی وکړﺉ''

د خپريدو وخت: 13:00 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

سوداګر او هټیوال پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي او وايي چې له خپلو دوکانونو د نغدو پیسو راویستلو ته هم پرېنښول شول.

د کابل ښار د منځنۍ برخې په ناصري مارکېټ کې تر اورلګېدنې دوه ورځې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له دولت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دغه پېښه کې زیان رسېدلوسوداګرو او هټیوالو سره مرسته وکړي.

په دغه اور کې چې ظاهرا د برېښنايي مزو د شارټ کېدو له کبله لګېدلی و، په سلګونو دوکانونه، مغازې او ګودامونه سوځېدلي دي.

د سوداګرۍ خونې مشر محمد قربان حقجو د پېښې له زیانمنو سره تر لېدنې وروسته رسنیو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې له دولت او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې له زیان رسېدلو سره مالي مرسته وکړي:

''په دغه پیغام کې چې زما کومه موخه ده، هغه دا ده چې له دغو وګړو سره څه ډول مرسته کېدای شي. څرنګه دولت، خصوصي سکتور او نړیواله ټولنه د دوی لاسنیوی کولای شي. که موږ وکولای شو، چې دغو دوستانو ته په ابتدايي ډول یوه اندازه پیسې برابرې کړو چې پخپلو پښو ودرېږي.

که دغسې یوه مرسته ورسره نه کېږي نو زما وړاندیز دا دی، چې افغان دولت دغو هټیوالو ته یو څه پیسې د قرض حسنه په توګه ورکړي چې دغه خلک وکولای شي خپل کاروبار پرې له سره پیل کړي''.

ښاغلي حقجو له افغان دولته همداراز وغوښتل چې په افغانستان کې د ودانیو د معیاري کولو، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د لارو چارو برابرولو، د اوروژنې ادارې د وړتیاو لوړولو او د بیمې د سېستم د ملاتړ په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

دا په کابل ښار کې د اورلګېدنې له سترو پېښو یوه وه، چې د اټکلونو له مخې میلونونه ډالر زیان یې اړولی دی.

ښاغلي حقجو همداراز پر دولت غږ وکړ، چې پر بانکونو دې د خلکو د باور زیاتولو لپاره هڅې وکړي. د ده په خبره په یاده پېښه کې د دوکاندارانو تر مالونو په ډېر ارزښت د دوی نغدې پیسې سوې دي، چې لامل یې پر بانکونو د خلکو د باور نشتون دی.

یو شمېر سوداګر وايي، چې په دغه پېښه کې یې د مالونو او نغدو پیسو تر څنګ د سوداګرۍ جوازلیکونه او نور اسناد هم سوي دي او اقتصادي حالت یې ډېر خراب شوی دی.

سوداګر او هټیوال پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي او وايي چې له خپلو دوکانونو د نغدو پیسو راویستلو ته هم پرېنښول شول.

دا په کابل ښار کې د اورلګېدنې له سترو پېښو یوه وه، چې د اټکلونو له مخې میلونونه ډالر زیان یې اړولی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .