کابل کې اور لګېدو 'سلګونه' هټۍ سوځولې دي

د خپريدو وخت: 04:37 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

کابل کې اور یو مارکیټ سوځولی

د افغانستان پلازمېنې کابل شهزاده سرای شاته د کالیو په یوه مارکیټ کې له تېرې شپې راهیسې لګېدلي اور ګڼې هټۍ سوځولې دي. هټیوال وايي چې په 'ناصري مارکیټ' کې شاوخوا ۹۰۰ هټۍ سوځېدلې دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د کابل کالیو خرڅلاو په یوه مارکیټ کې اور له تېرې شپې راهیسې لګېدلي اور تر ۹۰۰ دوکانونه سوځولي دي.

په سیمه کې زموږ خبریال نور محمد سعید بي بي سي پښتو وېپباڼې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، کابل ښاروال وویل چې ښايي اور د برېښنايي شارټ له کبله رامنځ ته شوی وي.

خو د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

کابل ښاروال

محمد یونس نواندیش وویل، دغه مارکیټ د شاوخوا نورو په څېر پخوانی جوړ شوی، چې د بېړنیز تګ راتګ لپاره یې پراخې لارې نه لرلې.

کلېکاږل د پېښې عکسونه وګورﺉ

په سیمه کې هټیوالو بي بي سي ته وویل، چې په په دې مارکیټ کې تر ۹۰۰ پورې هټۍ وې، چې له تېرې شپې راهیسې لګېدلي اور ټولې سوځولې او میلیونونه ډالر مالي زیان یې خلکو ته اړولی دی.

د فیض ناصري په نامه دغه مارکیټ د کابل په منډيي سیمه کې دی.

زموږ خبریال وايي، چې لاهم په مارکیټ کې اور بل دی، او ټول دوکانونه سوځېدلي دي.

هټیوال

هټیوالو دا هم ویلي، چې اور تېره شپه ۱۱ بجې بل شو، د اور وژنې مامورینو سرسري اور مړ کړ او ولاړل، خو په وینا یې د شپې په وروستیو کې اور د مارکیټ ټولو هټیو ته غځېدلی دي.

دوی وايي چې نژدې دوې بجې د ایساف ځواکونو د اور وژنې یوه ډله ورغله، چې په وینا یې ۸۰ سلنه اور دوی وواژه.

په سیمه کې د اطفايي مامورین وايي، هومره امکانات نه لري، چې د اور وژلو لپاره مارکیټ ته دننه ورشي او په سمه توګه اور ووژني خو په شته امکاناتو کې یې د اور وژنې هڅې دوام لري.

وړاندې، د کابل د پولیسو مشر جنرال ایوب سالنګي بي بي سي ته وویل، ودې شي چې اور د برېښنايي وسایلو له کبله رامنځ ته شوی وي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د مارکېټ یو ساتونکی تري تم شوی، خو تر اوسه په اور کې د مرګ ژوبلې دقیق مالومات نه شته.

سیمې ته د ایساف په همکارۍ افغان سرتېري او د اور وژنې مامورین رسېدلي دي، خو دم ګړۍ یوازې افغان ځواکونه او د کابل اطفایې کارکوونکي د پېښې په ځای کې موجود دي.

شهزاده سرای په کابل کې د پیسو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز دی، چې میلیونونه ډالر هره ورځ په کې تبادله کېږي.

که څه هم په دغه مارکېټ کې صرافان د شپې مهال پیسې نه پرېږدي، خو له وړاندې پولیسو هټیوالو ته خبر ورکړی و، چې له مارکېټه خپلې پیسې او قیمتي توکي وباسي.

دغه مارکېټ کې د زرو د خرڅلاو دوکانونه هم شته، چې ویل کېږي، هغوی هم خپل مالونه له هټیو اېستلي دي.

دغه مارکیټ د افغانستان له ولسمشرۍ دفتر او ځینو مهمو وزارتونو څخه څه کم یو کیلومتر لیرې موقعیت لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .