هلمند کرنیزو محصولاتو ته بازار مومي

د خپريدو وخت: 18:19 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

د هلمند يو شمېر کروندګر وايي دوى د کوکنارو نه کرلو ته چمتو دي، خو هله چې له دوى سره په دې برخه کې اړينې مرستې وشي.

د هلمند د کرنې چارواکي وايي چې د دغه ولايت کرنيزو او حيواني محصولاتو ته يې د بازار موندنې بهير پيل کړ.

اړوند چارواکي وايي پخوا مرستندويانو په دې برخه کې مرسته نه کوله خو وايي اوس يې دې چارې ته ټټر وهلى دى، ځکه چې په وينا يې اوس نړيوال پوهېدلي چې پرته له دغه راز بازار موندنې په ياد شوي ولايت کې د کوکنارو مخنيوى ګران کار دى.

د هلمند د کرنې رياست مشر عبدالله احمدزي ويلي دي که له يوه پلوه نړيوالو مرستنديانو دې لوري ته پام وکړ، په وينا يې بل پلو کروندګرو او څاروي ساتونکو هم خپلو محصولاتو ته په کور دننه او بهر کې د خرڅلاو د بازار غوښتنه کوله.

د هلمند يو شمېر کروندګر وايي دوى د کوکنارو نه کرلو ته چمتو دي، خو هاله چې له دوى سره په دې برخه کې اړينې مرستې وشي.

کروندگر، بڼوال او شپانه وايي پرته له اپينو د دوى نو محصولات نه پلورل کېږي او تاوان کوي.

دوی د پنبې بېلگه راوړي چې سږکال په هغه ولايت کې په پريمانه کچه کرل شوې وه، خو حکومت ترې د تېرو کلونو په کچه پنبه هم وا نه خسته.

خو د هلمند د کرنې مشر عبدالله احمدزى وايي اوس مهال يې د هلمند کرنيزو حيواني او نورو محصولاتو ته د بازار موندنې لړۍ د يو شمېر مرستندويانو په مرسته پيل کړې او په دې ترڅ کې د يو شمېر بازار موندونکو روزنه هم پيل شوې ده.

ښاغلي احمدزي وويل اوس مرستندويانو هم له دې بهير سره ليوالتيا ښوولې ده.

ښاغلي احمدزي وويل ښايي مرستندويان اوس پر دې رښتينولۍ پوهېدلي وي، که د هلمند نورو محصولاتو ته بازار و نه موندل شي، ګرانه به وي چې د کوکنارو د کر بشپړ مخنيوى وشي يا لږ تر لږه د کر کچه يې کښته راشي.

د هلمند د کرنې رياست وايي په پام کې لري چې په نژدې راتلونکي کې په پلازمېنه کابل کې پر دې تړاو يوه درنه غونډه هم جوړه کړي.

اړوند چارواکي وايي په دې غونډه کې به هغه بېلا بېلې لارې ولټول شي چې پر مټ يې د هلمند محصولاتو ته په کور دننه او بهر کې بازار وموندل شي.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو مخکې دا هم ويلي وو، که د هلمند له کروندګرو سره سمې مرستې وشي او محصولاتو ته يې بازار وموندل شي، نو له يوه پلوه به د کروندګرو پام له کوکنارو نورو فصلونو ته واوړي او بل پلو به څوک د بې وزلۍ له کبله د حکومت د وسله والو مخالفانو له ليکو سره نه يو ځاى کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .