BBC navigation

افغانستان کې د غلې دانې بیه لوړه شوې ده

د خپريدو وخت: 19:20 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت دا نه مني چې گواکې قزاقستان پر افغان سوداگرو د غلې پورل درولي دي

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي په شاوخوا تېرو دريو مياشتو کې قزاقستان له افغان سوداگرو سره د غلې دانې تړونونه نژدې ختم کړي دي. د نوموړې ادارې په وینا له دې کبله د غلې هره بوجۍ له سلو افغانيو تر دوو سوو افغانيو پورې پورته شوې ده.

خو د افغانستان سوداگرۍ وزارت وايي چې گواکې قزاقستان پر افغان سوداگرو د غلې دانې پلورل نه دي درولي بلکې د هغه هيواد د سړې هوا له کبله د غلې رالېږد گران شوی دی.

د افغانستان د خوراکي توکو د پلورونکو ټولنه نه مني چې گواکې د قزاقي غلې را لېږدول بند شوي دي، دغې ټولنې دا هم ويلي چې په تېرو دريو مياشتو کې د پاکستاني اوړو هره بوجۍ سل افغانۍ ختلې ده خو د قزاقي اوړو يوه بوجۍ بيا په دغه موده کې څه باندې سل افغانۍ ارزانه شوې ده.

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې گواکې قزاقستان پر افغان سوداگرو دغلې پلورل درولي دي او لامل يې دا په گوته کوي چې گواکې اوس هغه هېواد پر گاونډۍ روسيه غله پلوري او هغه هم په پرتله ییز ډول په گرانه بيه.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې د دغې تشې بدې پایلې اوس مخ په څرگندېدو دي او هغه دا چې د دوی په وينا د تېرو دريو مياشتو په پرتله په دغه هېواد کې د غلې دانې د یوې بوجۍ بیه آن تر دوو سوو افغانيو پورته شوې ده.

"د قزاقستان د غلې تر بندېدو وروسته پاکستان هم د خپلې غلې بيه پورته کړه"

الکوزى

ښاغلى الکوزى وايي د قزاقستان د غلې تر بندېدو وروسته پاکستان هم د خپلې غلې بيه پورته کړه.

خو د افغانستان د سوداگرۍ وزارت دا نه مني چې گواکې قزاقستان پر افغان سوداگرو د غلې پورل درولي دي.

د همدې وزارت وياند وحيدالله غازي خيل بي بي سي ته وويل چې هغه هېواد په رسمي ډول داسې څه نه ورته ويلي. د نوموړي په وينا د قزاقستان سړې هوا د غلې دانې د را لېږد مخه نيولې ده.

د افغانستان د خوراکي توکو د پلورونکو د ټولنې مشر انجينر فضل الرحمان هم وايي چې لا خو قزاقي اوړه ور روان دي. نوموړي د خپلې خبرې پخلى پر دې وکړ چې وايي په تېرو دريو مياشتو کې د قزاقي اوړو هره بوجۍ څه باندې سل افغانۍ ارزانه شوې، خو په وينا يې د پاکستاني اوړو هره بوجۍ سل افغانۍ ختلې ده.

د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي چې اوسمهال دغه هېواد ته له پاکستان، ايران، ازبکستان او يو شمېر نورو هېوادونو څخه غله دانه را لېږدول کېږي. د نوموړي په وینا پخوا افغان سوداگرو له پاکستانه شل سلنه غله پېرله او ډېره تکيه يې پر قزاقستان کوله، خو وايي اوس له پاکستانه د را لېږدونکې غلې سلنه ان اوياوو ته رسېږي.

سوداگرۍ خونه وايي اوس که په افغانستان کې قزاقي غله تر سترگو کېږي، لامل يې دادى چې دغه هېواد د منځنۍ اسيا پر ځينوهېوادونو هم غله دانه پلوري چې افغان سوداگر بيا له دغو هيوادونو هم قزاقي غله افغانستان ته را لېږدوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .