BBC navigation

کابل کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 09:02 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

وسله وال طالبان وايي دغه برید دوی کړی او ادعا لري، چې بهرنیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل جلال اباد پر لویه لار د څرخي پله په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه مرکز ته څېرمه یو ځانمرګی برید شوی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یو تن په کې وژل شوی او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي.

چاودنه ډېره درنه وه، چې د کابل ښار په ډېرو برخو کې یې غږ واورېدل شو. وسله وال طالبان وايي دغه برید دوی کړی او ادعا لري، چې بهرنیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بل لور ته د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه ۱۰ کوچنۍ نجونې وژل شوې او دوې نورې ټپیانې دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي پښتو څانګې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، پېښه نن سهار (دوشنبه/دسمبر ۱۷) شاوخوا اته بجې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، چې پېښه د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې شوې ده. په کابل کې د یوناما ویاند نظیف الله سالارزی وايي د روان میلادي کال په دریمه ربعه کې د کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۸ سلنه ډیروالی راغلی.

ښاغلی سالارزی وايي په همدې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۹۶۷ ولسي وکړي وژل شوي او ۱۵۹۰ کسان ژوبل شوي دي. خو طالبانو د یونما دغه راپور رد کړ او دا یې یو اړخیزه بللی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .