م.م: افغانستان کې ولسي تلفات ٪۳۰ ډېر شوي

د خپريدو وخت: 12:47 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

د دغه رپوټ په وینا د روان میلادي کال په دریمه ربعه کې نژدې ۱۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د یو تازه خپور شوي رپوټ له مخې، په افغانستان کې د سړک غاړې ماینونه او ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو له اړخه ولسي وګړو ته۵۶ سلنه مرګ ژوبله اړوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې د طالبانو د مشر ټینګار سره سره اوس هم د دولت مخالف وسله وال په پراخه توګه له چاودېدونکو توکیو او په ځانګړې توګه د سړک غاړې له ماینونو کار اخلي.

په کابل کې د یوناما ویاند نظیف الله سالارزی وايي د روان میلادي کال په دریمه ربعه کې د کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۸ سلنه ډیروالی راغلی.

ښاغلی سالارزی وايي په همدې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۹۶۷ ولسي وکړي وژل شوي او ۱۵۹۰ کسان ژوبل شوي دي.

د دغه سازمان موندنې ښيي چې د ولسي وګړو د وژنې ۸۰ سلنه مسوولیت د دولت وسله والو مخالفو په غاړه دی او شپږ سلنه مسوولیت یې د دولت پلوي ځواکونو ته متوجې دی.

خو د ۱۰ سلنه مرګژوبلې مسووله ډله لا هم روښانه شوې نده.

ښاغلی سالارزی د دولت وسله والو مخالفو نه غواړي چې د هغو وسلو کارونه ودروي چې د ولسي مرګژوبلې لامل ګرځي.

دغه راز د امریکا د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي، راتلونکې کال د ۶۰ زره امریکايي سرتېرو په وتلو سره به ایتلافي ځواکونه د سړک غاړې ماینونو او چاودېدونکو توکو له اړخه له ګواښ سره مخامخ وي.

فاطمه ګروپ

امریکايي چارواکي وايي، د دغو کارخانو څښتنه د ''فاطمه ګروپ'' په نوم یو شرکت دی چې هیڅ ډول همکاري یې له دوی سره نده کړې او دغه راز له پاکستانه سرټکوي چې د واشنګټڼ او د دغو کمپنیو د خاوندانو ترمنځ د اړیکو مخنیوی کوي.

دغه چارواکی چې جنرال میشل باربیرو نومیږي وايي، په تیره لسیزه کې د امریکايي ځواکونو د ۶۰ سلنې مرګژوبلې لامل د سړک غاړې ماینونه وو.

ښاغلی باربیرو ټینګار کوي چې پاکستان باید د چاودیدونکو توکیو د کارونې د مخنیوي په برخه کې ډیرې هڅې وکړي.

د نوموړی وايي په دغه هیواد کې د سړک غاړې ۹۰۰ بمبې چاودنې شوې چې له امله یې ۳۷۰۰ کسان وژل شوي او زیاتوي چې د سړک غاړې ماینونه ۷۰ سلنه له کیمیاوي سرې یا امونیم نایتریت نه جوړیږي دغه مواد په پاکستان کې د دوو کارخانو له خوا تولیدیږي.

امریکايي چارواکي وايي، د دغو کارخانو څښتنه د ''فاطمه ګروپ'' په نوم یو شرکت دی چې هیڅ ډول همکاري یې له دوی سره نده کړې او دغه راز له پاکستانه سرټکوي چې د واشنګټڼ او د دغو کمپنیو د خاوندانو ترمنځ د اړیکو مخنیوی کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .