کرزی راتلونکې میاشت واشنګټن ته ځي

د خپريدو وخت: 06:18 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

د امریکا دفاع وزیر په تېرې چارشنبې (دسمبر ۱۲) په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی و.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، چې ولسمشر کرزي د اوباما هغه بلنه ومنله، چې راتلونکې میاشت به واشنګټن ته سفر کوي.

لیون پنېتا دا څرګندونې په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.

نوموړي ویلي چې په پام کې ده، د راتلونکي ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په لومړیو کې دواړه ولسمشران پر یو لړ موضوعاتو سره وغږېږي.

د نوموړي په وینا، په دې خبرو کې به د دواړو مشرانو د خبرو اصلي موضوع د افغانستان راتلونکی او امنیتي مسایل وي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې غواړي، له ولسمشر اوباما سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځيانو په اړه خبرې وکړي.

په پام کې ده، چې په دغو خبرو اترو او کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون پر سر هم خبرې وشي.

وړاندې ولسمشر کرز ي ویلي وو، په دې شرط به له امریکا سره امنیتي تړون وکړي، چې د افغانستان غوښتنې ومنل شي.

ښاغلي کرزي وویل هغو ټکو ته به اشاره وکړي، چې له ښاغلي پنېتا سره یې خبري پرې کړې:

''هغه مسایل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته، له ستراتیژیک تړونه نیولې تر امنیتي تړون پورې، چې کار پرې کوو، په افغانستان کې د زندانونو او بندیانو مسایل، د افغانستان د ملي پوځ د لا پیاوړتیا، روزنې او سمبالونې او همدا راز زموږ د هېواد د عمومي اړیکو په اړه مو ښې خبرې درلودې.''

سلامشورې

د امریکا دفاع وزیر په تېرې چارشنبې (دسمبر ۱۲) په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی و.

دا مهال امریکايي چارواکي په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو پوځيانو د شمېر پر سر بحثونه او سلامشورې کوي.

کابو دوې اونۍ مخکې د امریکا دفاع وزیر ویلي وو، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو پاتې کېدل لازم بولي.

نوموړي ویلي وو، د پوځيانو د پاتې کېدو اصلي لامل د القاعدې له منځه وړل او له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

ښاغلي پنېتا دا هم ویلي ووو چې امریکا باید افغان امنیتي ځواکونه وروزي او له هغوی سره لازمه مرسته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .