BBC navigation

ډاکټرانو د اسد الله خالد روغتيايي حالت ښه بللی

د خپريدو وخت: 12:06 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

ولسمشر کرزي له ښاغلی خالد په روغتون کې کتلي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل ملي امنيت له مشر اسد الله خالد سره چې د یوه ځانمرګي بريد په پایله کې د پنجشنبې ماسپښين (د دسمبر پر ۶ مه) په کابل کې ټپي شو، په روغتون کې ليدلي دي.

وسله والو طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي چې په دغه بريد کې يې د ملي امنيت ګڼ کارکوونکي وژلي او ټپي کړي دي.

ولسمشر کرزي د بريد غندنه وکړه او ويې ويل: "زموږ د ملي امنيت ادارې دروند مشر د ترهګرۍ يوه ډارن عمل کې ټپي شوی، او اوسمهال يې د درملنې چارې روانې دي."

افغان ولسمشر هيله څرګنده کړه چې چارواکی يې ژر روغ شي، او ويې ويل ډاکټرانو ورته د ښاغلي خالد د روغتيا ډاډ ورکړی:"درملونکيو ډاکټرانو او د ملي امنيت مشر ډاکټر نوابي يې راته د حالت څرګندونه کړې".

اسد الله خالد په دې وروستيو کې د افغان استخبارتو ادارې مشر شو

كه څه هم ولسمشر كرزي د ښاغلي خالد د روغتيا هيله څرګندوله خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د ملي امنيت مشر يې څومره بد ټپي شوی دی.

ولسمشر کرزي وويل:"خدای ته شکر چې دی ښه دی. د ده درملنه روانه ده، او ډېره هيله ده چې دی ان شاء الله روغ شي. له لومړيو درملنو وروسته به يې موږ د نورې درملنې لپاره مناسب ځای ته ولېږو، چې وکولی شي ژر خپل کار ته راستون شي."

د بريد لومړی حال

مخکې يوه جګپوړی افغان چارواکی ويلي وو چې د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر په يو بريد کې ټپي شوی دی.

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې بريد څه ډول و، خو د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې هم له بي بي سي سره خبرو کې د ښاغلی خالد ټپي کېدو خبره منلې ده.

په راپورنو کې ويل شوي چې اسد الله خالد هغه مهال د خپل بدن ټيټه برخه کې ټپی شو، چې بمي چاودنه وشوه.

يوه افغان چارواکي چې له اسوشيېټېد پرېس خبري اېجنسۍ سره يې د نامه نه يادولو په شرط خبرې کړې ويلي بمي چاودنه د پنجشنبې په ماسپښين په کابل کې هغه مهال د استخباراتو مشر مېلمستون کې وشوه، چې ده له مېلمنو سره کتل.

په راپورنو کې ويل شوي دغه مېلمستون د شخصي ليدو کتو لپاره کارول کېږي، چې ښاغلی خالد د ملي امنيت ادارې له ودانۍ بهر په کې له خپلو مېلمنو سره ګوري.

چارواکي ويلي ښاغلی خالد د درملنې لپاره په بيړه د اسخباراتو طبي مرکز ته لېږدول شوی دی.

اسد الله خالد په تېر کې د غزني او کندهار والي پاتې شوی، او پر دې سربېره د قومونو قبايلو چارو وزير هم و. دی په تېر سپتمبر کې د ملي امنيت ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

پر نوموړي تور پورې شوی و، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ېې د بنديانو د شکنجه کولو حکم ورکړى و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .