شمال ختیځو ولایتونو ته نوري فایبر غځول کېږي

د خپريدو وخت: 13:15 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

د دغې پروژې په بشپړېدو به د افغانستان ۲۵ ولایتونه د نوري فایبر پر مټ یو له بل سره او له همدې لارې د ګاونډیو هېوادونو له مخابراتي شبکو سره ونښلول شي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دریو شرکتونو سره د دغه هېواد په مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د نوري فایبر غځولو تړونونه لاسلیک کړل.

په دغه پروژه به د نړیوال بانک په مرسته کابو ۲۳ میلونه ډالر ولګول شي.

ټاکل شوې، د دغه پروګرام له لارې به په راتلونکو دوو کلونو کې په پروان، بامیانو، غور، دایکندي، کندوز تخار او بدخشان ولایتونو کې نوري فایبر مزي وغځول شي.

د دغې پروژې په بشپړېدو به د افغانستان ۲۵ ولایتونه د نوري فایبر پر مټ یو له بل سره او له همدې لارې د ګاونډیو هېوادونو له مخابراتي شبکو سره ونښلول شي.

"تر راتلونکو دریو کلونو پورې به د افغانستان ټول ولایتونو د نوري فایبر پر مټ ونښلول شي."

بریالی حسام

د افغانستان د مخابراتو وزارت مرستیال بریالی حسام وايي، تر راتلونکو دریو کلونو به د افغانستان ټول ولایتونه د نوري فایبر له لارې یو له بل سره ونښلول شي.

د نوموړي په خبره"د مخابراتو وزارت چې کوم پروګرام لري، له لارې به یې تر راتلونکو دریو کلونو پورې د افغانستان ټول ولایتونو د نوري فایبر پر مټ ونښلول شي. افغانستان اوسمهال له خپلو پنځو ګاونډیانو سره د مخابراتي حلقوي شبکې پر مټ نښلول شوی دی. له پاکستان سره په دوه ځایونو کې، له ترکمنستان سره په دوو ځایونو کې، همدارنګه له ایران، تاجکستان او ازبکستان سره هم افغانستان له وړاندې نښلول شوی دی."

په افغانستان کې د نوري فایبر د غځولو پروسه کابو پنځه کالو وړاندې پیل شوې ده. خو د دغې پروژې د مزو غځولو پروسه چې په اړوندو سیمو کې د لویو لارو او سړکونو له رغولو سره هممهال پلې کېږي، په ځینو سیمو کې د نا امنۍ له کبله ځنډېدلې ده. د دغې پروژې په بشپړېدو به د افغان حکومت په میاشتنیو عوایدو کې تر څلورو میلونو ډالرو زیاتوالی راشي.

د چارواکو په خبره د یاد پروګرام پر مټ به افغانانو ته د ټیلېفون او انټرنېټ په څېر ارزانه او د ښه کیفیت مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .