افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړيتوب غواړي

د خپريدو وخت: 17:58 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

افغانستان چې په ۲۰۰۴ کال کې په دغه سازمان کې د ناظر په توګه منل شوی، غواړي د دغه سازمان ۱۵۸م رسمي غړی هېواد شي.

افغان چارواکي وايي (دوشنبه، دسمبر دریمه) د ۱۴ وزارتونو يو ګډ افغان پلاوی د سوداګرۍ د نړېوال سازمان د غړيتوب ترلاسه کولو په موخه سويس ته ځي.

د سوداګرۍ وزارت وايي په سازمان کې د غړيتوب ترلاسه کولو وروسته به افغانستان وکولی شي د نړۍ له ۱۵۷ هېوادونو سره په ازاد ډول سوداګريزه راکړه ورکړه پر مخ يوسي.

خو د سوداګرۍ خونه سره له دې چې وايي د دغه سازمان غړيتوب ډېرې ګټې لري، زیاتوي په اوس وخت کې افغانستان د دغه سازمان شرايط نه شي پوره کولی.

افغان لوړپوړی پلاوی په نړېواله کچه د سوداګرۍ غوړېدو لپاره دا ځل د سويس په ناسته کې د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کې د غړيتوب ترلاسه کولو په تکل کابل پرېږدي.

د سوداګرۍ وزارت وايي د سازمان د غړو هېوادو په څېر يو ډول ګمرکي تعرفې، د کورنيو توليداتو زياتول او په نړېوال معيار د سوداګريزو قوانينو جوړول هغه شرطونه دي چې په دغه سازمان کې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره اړين دي.

وزارت وايي افغان لوري د دغه سازمان له لوري وراستول شوي شرايط تر ډېره بريده بشپړ کړي، او هغه چې پاتي، د بشپړېدو هڅه يې کوي.

د وزارت وياند وحيد الله غازي خيل بي بي سي ته وويل د سازمان غړيتوب ترلاسه کولو سره سم به يې له ګاونډيو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره ترانزيتي ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.

ايران او ترکمنستان د افغانستان دوه هغه ګاونډيان دي، چې تر اوسه يې د سوداګرۍ د دغه د نړېوال سازمان غړيتوب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت هيله من دی چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې غړيتوب به يې په اقتصادي ښېرازۍ کې لويه مرسته وکړي او ترڅنګ به يې د پانګونې د زېاتېدو سربېره کاري فرصتونه هم برابر شي.

که څه هم د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی په دغه سازمان کې غړيتوب د افغانستان د نوي راټوکېدلي اقتصاد د غوړېدو لپاره يو اړين ګام بولي، خو وايي هېواد په داسې دريځ کې نه دی چې د دغه سازمان شرطونه دې پوره کړای شي.

دا چې په دغه سازمان کې غړيتوب به له ګاونډيانو سره د افغانستان پر سوداګريزو اړيکو څومره اغېز پرې باسي د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی يې په اړه ډېر خوشبين نه دی.

افغانستان چې په ۲۰۰۴ کال کې په دغه سازمان کې د ناظر په توګه منل شوی، غواړي د دغه سازمان ۱۵۸م رسمي غړی هېواد شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .