کابل کې د لومړۍ واورې ورېدو ډېر کارونه نیمګړي کړل

د خپريدو وخت: 08:36 گرینویچ - پنجشنبه 29 نومبر 2012 - 09 لیندۍ 1391

د چارواکو په وينا اوسمهال د کابل پر نوي ښار سربېره د فتح الله کلا، مکروريانو او شاه شهيد سيمو د يو شمېر لارو سړکونو کارونه نيمگړي پاتې دي.

پر کابل د لومړۍ واورې ورېدل که له يوۀ پلوه د سمسورتيا زيرى دى، نو بل پلو يې د يو شمېر هغو سيمو له استوگنو سره اندېښنې پيدا کړې دي، چې د سيمې لارې او سړکونه يې ښاروالۍ د ژمي تر رارسېدو مخکې د جوړولو او پخولو په موخه سپړلي وو او اوس پرته له جوړيدو ويجاړ، کنډ کپراو خټين پراته دي.

د کابل د نوي ښار د يوه دغه راز سړک په اوږدو کې يو گاډى په يوه خټينه کنده کې نښتې پاتې و. د دغه گاډي څښتن وويل، چې له يوې خوا يې گاډی نښلي بله خوا په خټو کېږي تر دې چې وايي پر خپل لړلي گاډي شرميږي.

"اټکل دادى چې هوا به بيرته لمرينه شي او کار به ورسره پيل شي، خو که دا واوره د واورين موسم کره پيل وي، نو نور کار کول ناشوني دي."

محمد یونس نواندېش

خو ستونزه يوازې لارويانو او گاډو چلوونکو ته نه ده جوړه، پر دغو سړکونو پراته هټيوال د هوټلونو څښتنان او نور وايي چې له کومه ښاروالۍ سړکونه ويجاړ کړي، څوک په اسانه نه شي ورتللاى، چې وايي دې کار يې کاروبارونه په پام وړ توگه زيانمن کړي دي. د کابل په نوي ښار کې د يوۀ هوټل څښتن پر همدې اړه بي بي سي ته وويل چې هوټل ته يې گاډي نه شي ورتلاى چې له دې کبله يې تر ډېره د خپلو کارکوونکو شمېره کمه کړې ده.

پوښتنه داده چې ايا پر کابل د لومړۍ واورې په ورېدو سره د ويجاړ کړل شويو لارو سړکونو بيا رغاونه وسمهال لپاره پاى ته ورسېده او که نه څه هيله شته.؟

کابل ښاروال محمد يونس نو انديش بي بي سي ته وويل اټکل دادى چې هوا به بيرته لمرينه شي او کار به ورسره پيل شي، خو وايي که دا واوره د واورين موسم کره پيل وي، نو نور کار کول ناشوني دي.

همدا راز ښاغلي نو انديش وويل چې له کارکوونکو شرکتونو سره دې هوکړې ته رسيدلي وو، چې د واورې او اورښت نه مخکې به پيل کړي کارونه په سمه توگه بشړوي. نوموړي وويل که نور کار ته حالت جوړ نه شي، له دغو شرکتونو به د ځنډ په اړه قانوني پوښتنه وکړي.

د چارواکو په وينا اوسمهال د کابل پر نوي ښار سربېره د فتح الله کلا، مکروريانو او شاه شهيد سيمو د يو شمېر لارو سړکونو کارونه نيمگړي پاتې دي.

درې ورځې مخکې د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د دغه هيواد مشرانو جرگې ته ويلي وو، چې کومو شرکتونو خپلې پروژې پر وخت نه دي بشپړې کړې او يا يې د کار څرنگوالى ښه نه وو، په تور نوملړ کې راغلي دي، چې بيا به ورسره د کومې پروژې تړون نه لاسليکېږي. ښاغلي زاخيلوال ويلي وو، چې له نورو حکومتي بنسټونو يې هم ورته غوښتنه کړې ده چې په وينا يې يو شمېر وزارتونو په دې برخه کې هڅې پيل کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .