BBC navigation

کابل بانک قضيه کې ١٢ کسه ٧ شرکته پړۀ بلل شوي

د خپريدو وخت: 13:53 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

راپور په کابل بانک کې له پراخو غلا غديو پرده پورته کړې.

د کابل بانک قضيې د څېړلو په تړاو جوړه شوې کمېټه وايي د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې د دغه بانک په قضيه کې ۱۲ کسان او اووه شرکتونه ښکېل دي.

دوی وايي د جواز ورکولو پر مهال د بانک د ونډه والو، د څارنې پلاوي او مديرانو شخصي، مالي او جرمي اسناد لکه څنګه چې په کار وو، نه دي څېړل شوي او همدې په بانک کې مالي کړکېچ ته لمن ووهله.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې او ګډې کمېټې په کابل بانک کې د ستونزو لوی لامل کمزورې څارنه، د قانون نه پلي کېدل او د ظرفيتونو نشتوالی په ګوته کړ.

افغان حکومت په ځانګړي ډول د افغانستان بانک ته د دغې کمېتې سپارښتنه دا وه چې ظرفيتونه لوړ، د معافيت سيستم ختم او سياسي لاسوهنې بندې کړي.

راپور په کابل بانک کې له پراخو غلا غديو پرده پورته کړې.

د جعلي اسنادو کارول، د تقلبي شرکتونو ټاپې چې اصلآ بهرنی اساس نه لري او په چل ول د کابل بانک ۱۹ ونډه والو، مديرانو او څارونکو له ۹۰۰ ميليونه ډالره زياتې پیسې لوټ کړي دي.

د دغه راپور يو چمتو کوونکی دارګوس کاس وايي کابل بانک د افغانستان په مالي سيستم کې ځانګړی ځای لري او څېړنه يې مهمه ده.

"د کابل بانک موضوع ډېره مهمه ده، ځکه چې د افغانستان يو له لويو بانکونو څخه دی. د خلکو ۳۴ سلنه شتمني په دغه بانک کې وه. يو ميليون کسانو په دغه بانک کې حساب درلود. دغه راز دغه بانک د حکومتي کارکوونکو معاشونه ورکول. دومره لوی بانک چې له کاره غورځي د هېواد ټول مالي او اقتصادي سيستم فلجولی شي".

"د کابل بانک موضوع ډېره مهمه ده، ځکه چې د افغانستان يو له لويو بانکونو څخه دی. د خلکو ۳۴ سلنه شتمني په دغه بانک کې وه. يو ميليون کسانو په دغه بانک کې حساب درلود. "

دوی وايي د کابل بانک غېر قانوني کړنې په ۱۳۸۳ کې د جواز د لاس ته را وړلو سملاسي وروسته راڅرګندې شوې، خو قانون جوړوونکو او پلي کوونکو ادارو درک نه شوی کړای.

دوی وايي د جواز ورکولو پر مهال د بانک د ونډه والو، د څارنې پلاوي او مديرانو شخصي، مالي او جرمي اسناد لکه څنګه چې په کار وو، و نه څېړل شول.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او کډه کمېټه وايي له ۱۳۸۶ تر ۱۳۸۹ د افغانستان بانک له لوري اووه ځلې اختصاصي او عمومي پلټنې وشوې، خو د ظرفيتونو د نشتوالي له امله ونه توانېد چې د کابل بانک د کړکېچ سرچينه معلومه کړي.

راپور کاږي د کابل بانک کړکېچ ته په لومړي ځل هغه مهال د حکومت پام ور و اوښت چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې د افغانستان بانک ته په دوبۍ کې د کابل بانک په پيسو د جايدادونه د اخيستل کېدو په اړه خبر ورکړ، خو دا معلومات کافي نه وو، نو ځکه لويې څارنوالۍ ته ونه سپارل شول.

ورپسې لوېديځو رسنيو د کابل بانک د کړکېچ په تړاو راپورونه ورکړل چې په دغه بانک يې د خلکو باور کم کړ او خلکو له دغه بانکه په بیړه د خپلو پیسو وېستل پيل کړل، خو افغان حکومت مداخله وکړه او د خکو د پيسو ضمانت يې وکړ.

د کابل بانک قضيې د څارنې او ارزونې کمېټې مشر دارګوس کاس وايي د افغانستان لويې څارنوالۍ د دغه راپور د پلټنو د ځنډولو په برخه کې رول درلود، خو د دغو پلټنو اصلي خنډ سياسي مداخلې وې:

"په راپور کې موږ د دې وضاحت کړی چې ولې د افغانستان بانک، د کابل بانک بحران ژر کشف نه شو کړای؟ ولې نړېوال شرکتونه چې د کابل بانک د تفتيش مسووليت ور غاړې وو، په دې کار ونه توانېدل؟ ولې د قانون پلي کوونکو ادارو دغه موضوع ژر کشف نه شوه کړای او وروسته له دې چې دا موضوع کشف شوه، ولې د چارواکو اقداماتو ډېر وخت ونيوه؟".

په راپور کې ويل شوي چې د افغانستان بانک مخکیني مشر عبدالقدير فطرت هڅه کوله د کابل بانک د ونډه والو جايدادونه کنګل کړي، خو د دوی له کلک غبرګون سره مخامخ شو او ځان يې مجبور وګاڼه چې خپله استعفی وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي چې په تېرو څلورو کلونو کې پنځه ميليارده ډالر د کابل بانک له لارې بهر ویستل شوي، چې ۹۰۰ ميليونه ډالر يې په قضيه کې د ښکېلو کسانو او شرکتونو له لوري ویستل شوي.

د راپور چمتو کوونکي وايي د دغو پسو يوه اندازه د يوه افغان هوايي شرکت پامير له لوري بهر ته لېږدول شوي چې ټولې يې د کابل بانک د ونډه والو ملکيت وې.

دوی وايي په دغه راپور له تېرو پنځو مياشتو راهيسې شاوخوا ۵۰ ادارو او کسانو کار کړی او د ۱۸۰ اسنادو د مطالعې او ۳۰ مرکو پر بنسټ برابر شوی، خو دوی د مرکه شويو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .