BBC navigation

راپور: کابل بانک کې له پیله درغلي وه

د خپريدو وخت: 13:01 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

د رپوټ له مخې د کابل بانک له درغلیو څخه تر ټولو زیاته ګټه د دغه بانک دوو مهمو څښتنانو شېرخان فرنود او خلیل فروزي وړې ده.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د کابل بانک په نامه د افغانستان یو لانجمن بانک د جوړېدو له پیله په درغلیو کې ښکلېل و.

د کرول پلټونکې ادارې دغه څېړنه د افغانستان بانک لپاره تر سره کړې ده.

د نیویارک ټایمز په خبره، د کابل بانک د قضیې په اړه تر دې د مخه ورکول شویو رپوټونو هم په دغه بانک کې د ګڼو درغلیو په اړه خبرې کړې وې، خو د کرول ادارې دغه پلټنه دا جوتوي، چې د کابل بانک د جوړېدو اره موخه دا وه، چې بانک ته د سپارونکو شتمنۍ د ښاغلي کرزي پر حکومت پورې اړوندو یو شمېر کسانو جېبونو ته لاره پیدا کړي.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې د پلټنې په اوږدو کې ۱۱۴ جعلي ټاپې موندل شوې، چې د بېلابېلو شرکتونو په نومونو جوړې شوې وې او د بانک درغلیو ته د یوې قانوني بڼې ورکولو لپاره کارول کېدې.

کرول په خپله پلټنه کې موندلي، چې د کابل بانک د بندېدو پر مهال د دغه بانک کابو ۹۲ سلنه پورونه، چې ۸۶۱ میلونه ډالر کېږي، نولسو یو له بل سره تړلو شرکتونو ته ورکول شوي وو.

د رپوټ له مخې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او د ولسمشر د مرستیال ورور حسین فهیم له دغه بانک څخه د سترو پور اخېستونکو په ډله کې وو. د رپوټ په خبره، دوی دواړو په دغه بانک کې برخې لرلې، چې پخپله له کابل بانک څخه د اخېستل شوو پور پیسو پر مټ پکې پرانېستل شوې وې.

کابل بانک

په دغه راپور کې همداراز لیکل شوي، چې د کابل بانک چارواکو د لسګونو شرکتونو جعلي ټاپې جوړې کړې وې، چې پر مټ یې له بانک څخه د پیسو ویستلو لپاره لاره جوړه کړې وه.

د رپوټ له مخې د کابل بانک له درغلیو څخه تر ټولو زیاته ګټه د دغه بانک دوو مهمو څښتنانو شېرخان فرنود او خلیل فروزي وړې ده.

د راپور د موندنو له مخې د بانک څښتنانو د خپلوانو او ملګرو په نومونو له بانکه د خپلو ځانونو لپاره پیسې ویستلي او د بانک پلټونکي او مشاورین یې هم غولولي دي.

د رپوټ له مخې د د دغه بانک ډېری پروګرامونه لکه د بخت په نامه د پچې اچونې له لارې د جایزو راوتو هغه مازې د خلکو غولول وو او پیسې یې د بانک لوړپوړو چارواکو او خپلوانو ته رسېدې.

کابل بانک د ۲۰۱۰ کال په اګست کې د درغلیو له رسوا کېدو او د ژور کړکېچ له راپیدا کېدو وروسته د افغان دولت له لوري وتړل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .