"د ډیورنډ کرښې په اړه د برتانیا دریځ روښانه دی "

د خپريدو وخت: 14:10 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

د پولې دواړو غاړو ته سیاسي حال لاره اړینه ده. اډم ټامسن

په اسلام اباد کې د برتانیا سفیر، اډم ټامسن او په افغانستان کې د برتانیا سفیر ریچارډ سټاک په کابل کې ګډه خبري ناسته درلوده.

د ترهګرۍ پرضد جګړه، ډیورنډ کرښه، د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته او له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره دبرتانیا همکاري د دغه ګډ کنفرانس مهمې برخې وې.

په کنفرانس کې افغان خبریالانو په حضوري ډول او پاکستاني خبریالانو بیا د انټرنیټ له لارې خپلې پوښتنې له دغو دوو دیپلوماتانو مطرح کولې.

په اسلام اباد کې د برتانیا سفیر اډم ټامسن وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پوله کې تاوتریخوالی له پوځي لارې نه شي هوارېدای، د نوموړي په خبره چې دغه ډول حالت سیاسي حل لارې ته اړتیا لري. نوموړي وویل، د پولې په دې غاړه کې د حالاتو کابو کول یواځې پوځي حل لاره نه لري.

"یواځې پوځي لاره نه شي کولای په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو ستونزې له منځه یوسي. د پولې دواړو غاړو ته سیاسي حال لاره اړینه ده.

افغان حکومت هڅه کوي، له وسله والو سره یو سیاسې بهیر ولري خو زه فکر کوم، چې پاکستان تر اوسه د بیت الله مسېد او شیخ فضل الله پر وړاندې دغه ډول سیاسي پروسه په پام کې نه لري. خو بیا هم زه ویلای شم چې پاکستاني چارواکي اوس دې پایلې ته رسیدلي چې یواځې پوځې هڅي د حل لاره نه شي کیدای."

"په کابل او اسلام اباد کې دبرتانیا سفیرانو د افغانستان د سولې د بهیر پرمختګ او په ځانګړي ډول د طالب بندیانو د خوشې کیدو هرکلی وکړ. دوی هیله وښوده، چې ازاد شوې طالب زندانیان به د سولې په بهیر کې مرسته وکړي."

د ډیورنډ کرښې په اړه د بریتانیا د دریځ معلومول، هغه څه وو چې دغه دواړه برتانوي دیپلوماتان یې د خبریالانو په بیا بیا پوښتنو کې وننګول.

ښاغلي ټامسن وویل" د ډیورنډ کرښې په اړه د برتانیا دریځ هم افغانستان او هم پاکستان ته روښانه دی خو وايي اوس یې د ویلو وخت نه دی.

دواړه دولتونه، هم کابل او هم اسلام اباد د ډیورنډ کرښې په اړه د برتانیا پر دریځ پوهیږي، خو فکر کوم اوس مناسبه نه ده، چې خپل دریځ له رسنیو سره شریک کړو."

په کابل او اسلام اباد کې دبرتانیا سفیرانو د افغانستان د سولې د بهیر پرمختګ او په ځانګړي ډول د طالب بندیانو د خوشې کیدو هرکلی وکړ. دوی هیله وښوده، چې ازاد شوې طالب زندانیان به د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

کابل کې دبرتانیا سفیر په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه، چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .