BBC navigation

" افغانستان کې د اعدامونو لړۍ باید ودرول شي"

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

افغان چارواکي وايي ولسمشر د اعدامونو په قضیو کې له ډېر احتیاط نه کار اخلي.

له هغه يوه ورځ وروسته چې په افغانستان کې په جنسي تېریو، وژنو او تښتونو محکوم شوي اته کسان په دار وځړول شول د بشري حقونو نړېوال سازمان او اروپايي ټولنې له افغان ولسمشر نه د اعدامونو د لړۍ د بندېدو غوښتنه وکړه.

دوی دغه راز وايي د افغان حکومت ملاتړي او بسپنه ورکوونکي هېوادونه بايد د افغان حکومت د اعدامونو د نوې لړۍ له پيل کېدو سره خپل مخالفت وښيي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته اعدامونه ډېر کم شوي وو، خو په ۲۰۰۴ کال کې بيا پيل شول چې ملګرو ملتو او اروپايي اتحاديې خپل مخالفت ورسره څرګند کړ.

د بشري حقونو نړیوال سازمان او اروپايي ټولنه پر داسې مهال د اعدامونو په تړاو خپله اندېښنه په ډاګه کوي چې په مرګ محکوم شوي شاوخوا ۲۵۰ نور کسان د اعدام لپاره د ولسمشر لاسليک ته انتظار باسي.

"په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته اعدامونه ډېر کم شوي وو، خو په ۲۰۰۴ کال کې بيا پيل شول چې ملګرو ملتو او اروپايي اتحاديې خپل مخالفت ورسره څرګند کړ."

افغان چارواکي وايي ولسمشر د اعدامونو په قضیو کې له ډېر احتیاط نه کار اخلي او ښايي یو لامل یې دا وي، چې ولسمشر کرزی پر خپلو قضايي ارګانونو ډېر باور نه لري.

د بشري حقونو سازمان او اروپايي ټولنې هم د افغانستان قضايي سيستم ننګولی، ويلي يې دي نيمګړی دی اوهغومره پياوړی نه دی چې په نړیوالو معيارونو برابرې عادلانه پرېکړې وکړي.

د بشري حقونو سازمان وروستي اعدامونه د طالبانو د واکمنۍ مهال ته د بېرته ورستنېدو يوه بېلګه بللې او په يوه ورځ د اتو کسانو اعدامول يې يو لوی په شاتګ بللی دی.

اروپايي اتحاديه وايي په ټولو حالاتو کې له اعدامونو سره مخالف دي، ځکه د دوی په خبره دا بې رحمه او غير انساني کړنه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .