چارواکي د ځينو امنيتي شرکتونو لغوه کول اسان نه گڼي

د خپريدو وخت: 16:21 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

په دې وروستيو کې له يو شمېر شرکتونو نه وسلې اخیستل شوي خو لا هم نه دي منحل شوي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ گڼې فرمان د پلي کولو د ارزونې کميسیون وايي، د پاتې ۳۷ شخصي امنيتي شرکتونو د لغوه کېدو پر لار ستونزې پرتې دي.

د ياد شوي کميسیون مشر لوى پاسوال محمد اسلم مسعود بي بي سي ته ويلي، له يوې ډډې د يو شمېر شرکتونو په سر کې زورواکان ولاړ دي او بله غاړه د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې برخه هم د مسوليتونو د خپلولو په برخه کې د وړتياو له تشې سره لاس او گريوان دي.

شوخوا دوه کاله مخکې افغان ولسمشر د دغه کمپنيو د منحلولو اعلان کړې و او له افغان حکومت سره د موازي حکومتونو نوم يې ورکړى و.

د ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ گڼې فرمان چې د فساد د مخنيوي ټينگار هم کوي د پلي کېدو د ارزونې کميسیون وايي، د پاتې ۳۷شخصي امنيتي شرکتونو د منحلولو په برخه کې څه غنم لامده دي او څه ژرنده پڅه ده.

د ياد شوي کميسیون مشر لوى پاسوال محمد اسلم مسعود بي بي سي ته وويل، "له يوې ډډې د يو شمېر شرکتونو په سر کې ځواکمن زورواکان ولاړي دي او بله غاړه د کورنيو چارو وزات د عامه ساتنې برخه اړينې وړتياوې نه لري".

ښاغلي مسعود وويل، په وروستيو کې له يو شمېر شرکتونو نه وسلې اخیستل شوي خو لا هم نه دي منحل شوي.

دی همدا راز وايي يو شمېر شرکتونه د بهرنيو ځواکونو په اډو کې دي چې بايد پر منحلولو يې له هغوى سره گډ کار وشي.

شاوخوا دوه کاله مخکې ولسمشر حامد کرزي دغه شرکتونه له افغان حکومت سره موازي حکومتونه بللي وو او د هغو د منحلولو امر يې کړې و چې وايي تر دې مهاله ۵۸ منحل کړاى شوي دي او ۳۷ پاتې دي.

شاوخوا درې مياشتې مخکې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ چې د پاتې خصوصي امنيتي شرکتونو د منحلولو چارې يې هم يو ځل بيا پيل کړي دي، خو داسې برېښي چې د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم په دې برخه کې پام وړ پرمختگ نه دى شوى.

د اړوندو چارواکو د شمېرو له مخې په اوس مهالو خصوصي شرکتونو کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ کسان پر دندو بوخت دي.

د ولسمشر حامد کرزي د ۴۵گڼې فرمان د پلي کېدو د ارزونې کميسیون وايي د ستونزو د مخنيوي په موخه بايد د دغو شرکتونو بې وسلې شويو ساتونکو ته د پوليسو په جوړښت کې ځاى ورکړل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .