BBC navigation

د پوستو مسوولین به درې میاشتې وروسته بدلیږي

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

دغه کار د دې لپاره شوی، چې امنیتي ځواکونه د دولت له وسله والو مخالفینو سره اړیکې ونه نیسي. عنایت الله نظري

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، افغانستان کې د امنیت د ټينګښت لپاره يي پرېکړه کړې، چې په هرو دریو میاشتو کې د امنیتي پوستو اړوند کسان بدل را بدل کړي.

د دغه وزارت مرستیال عنایت الله نظري، چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون ته ورغوښتل شوی و، وویل، چې دغه کار يې د دې لپاره کړی چې امنیتي ځواکونه د دولت له وسله والو مخالفینو سره اړیکې ونه نیسي.

د نوموړي په خبره" د همغږۍ مرکزونه په ټولو ځایونو کې شته، چې د هغو سیمو کنټرولوونکي دي. د امنیتي پوستو په اړه نه شم ویلای چې کوم جرم نه کوي. په دې وروستیو کې مو تدبیرونه نیولي دي، چې په هرو دریو میاشتو کې ټولې پوستې باید بدلې شي، ترڅو جوړ جاړی ونه شي. د ناوړه ګټې اخیستنې او له وسله والو طالبانو سره جوړ جاړی."

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د امنیتي ستونزو د هوارولو لپاره اړتیا ده، چې د ملي اردو په همکارۍ پر لویو لارو له امنیتي پلوه یوه سروې وشي.

د یاد وزارت مرستیال میرزا محمد یارمند، چې ولسي جرګې وربللی وو، وویل، چې د ګډې امنیتي سروې له مخې د سرتېرو غوراوی او روزنه ډېره مهمه ده. نوموړي زیاته کړه، چې "د امنیتي ستونزو د هواری لپاره باید درې کارونه وکړو، امنیتي سروې، د روزل شویو سرتېرو پیاوړي کول او د هغو کتارونو ساتنه، چې سوداګریز توکي را واردوي. که دغه مسله له پولیسو سره تړلې وي او یا نه وي، ځکه ۲۰۱۴ زیږدیز کال رانږدې کېدونکی دی، دلته موږ تدبیرونه نیسو، که پوځي کتارونه دي او که سوداګریز کتارونه، ټول باید په خوندې توګه ولېږدول شي."

ښاغلي یارمند پر ټولو د قانون د یوشان پلي کولو په برخه کې له ولسي جرګې د ملاتړ غوښتنه وکړه، ځکه د ده په وینا له قانونه ډېرې سرغړونې په خپله لوړپوړي چارواکي او یا هغو ته نژدې کسان کوي.

"وړپوړي چارواکي له قانون څخه سرغړونه کوي، خو څوک يي پوښتنه نه کوي، خو پر بې وزلو خلکو قانون پلی کیږي، د دې لپاره باید د پولیسو ملاتړ وشي."

میرزا محمد یارمند

ښاغلی یارمند له هغو موټرو ګټه اخېستنه د بېلګې په توګه یاده کړه، چې تورې هندارې لري. د ده په خبره" یوشمېر کسان دي، چې د ګاډو ټولې هیندارې یې تورې دي، یوشمېر نورې يي بیا نه لري، که ترافیک دغه موټر دروي، د ترافیکو پروړاندې غبرګون ښيي، دا تر ډېره حده د لوړپوړو چارواکو زامن دي، د دوی موټر چلوونکي دي او د هغوی ساتونکي دي."

نوموړي ولسي جرګې ته وړاندیز وکړ، که هر چارواکی او یا د هغوی نژدې کسان له قانون نه سرغړونه کوي، باید د ولسي جرګې له خوا استیضاح شي.

"اوس داسې دي، چې لوړپوړي چارواکي له قانون څخه سرغړونه کوي، خو څوک يي پوښتنه نه کوي، خو پر بې وزلو خلکو قانون پلی کیږي، د دې لپاره باید د پولیسو ملاتړ وشي. ترافیک بې وسلې کارکوونکي دی، که د یوه چارواکي پروړاندې ودریږي، پر ترافیک غوسه کیږي، په دې ځای کې قانون ته په سپکه کتل کیږي، کله چې ترافیک ناهیلی شي، بیا په فساد اخته کیږي، چې په چايي زور بر شي، پیسې ورنه اخلي. په کار ده، چې جدي کار ورباندې وکړو."

د افغانستان ولسي جرګې دغه امنیتي چارواکي له دې امله ورغوښتي وو، چې په دې وروستیو کې د قانون د نه پلي کېدو او پر لويو لارو د نا امنیو له امله اندېښنې ډېرې شوې دي، د هېواد په ډېرو لویو لارو کې د دولت وسله وال مخالفین راڅرګندېږي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتو له امله یې عامو وګړو ته هم ستونزې جوړېږي. دغه راز په ځینو برخو کې په دې وروستیو کې غله هم ترسترګو کېږي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .