BBC navigation

کابل ښاریان وايي لوټمارۍ ښار ناامنه کړی دی

د خپريدو وخت: 12:22 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391
کابل

کابل ښاریان په ښار کې د ناامنۍ ډېرېدو لامل د امنیتي چارواکو ناغېړي په ګوته کوي.

کابل ښاریان په دې اندېښمن دي، چې په دغه ښار کې په دې وروستیو کې د جرمونو کچه لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې په دغه ښار کې د غلا، لارویانو شکول، د خلکو وهل ټکول او ان وژنو پېښې تر سترګو کېږي، چې تر پخوا زیاتې شوې دي.

د کابل ښار اوسېدونکي په ښار کې ګومارل شوي افغان امنیتي ځواکونه د دغو جرمونو په زیاتېدو کې ملامت بولي.

دوی وايي امنیتي ځواکونه او په ځانګړي ډول پولیس د خلکو په امنیت ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د ښار ګڼ اوسېدونکي د خپلو مالونو، کورونو او ان ځانونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.

دوی وايي، که امنیتي ادارې د جرمونو د کچې د لوړېدو مخنیوي و نه کړي، په ښار کې به شته امنیتي اندېښني لا زیاتې شي.

واړه جرمونه

د کابل پولیس بیا وايي، چې دوی په دغه ښار کې د مافیايي او منظمو جرمونو په پای ته رسولو کې بریالي شوي، خو دا مني چې د وړو جرمونو د کچې په راټیټولو کې پاتې راغلې دي.

د کابل پولیسو د جنايي جرمونو د څېړنو مشر جنرال محمد ظاهر په خبره د ځوانانو بې روزګاري، اروايي ستونزې او نالوستي په ښار کې د وړو جرمونو د زیاتېدو لاملونه دي:

"د کابل پولیسو د جنايي جرمونو د څېړنو ادارې نن په کابل کې څلور تنه نیول شوي غله او دوه تنه وژونکي خبریالانو ته وښودل."

''تنظیم شوي جرمونه کم شوي دي، خو نور جرمونه په عادي حالت کې دي. پروسږکال هم تاسو لیدل، همدغه غله وو، همدغه جیب وهونکي وو او داسې نور، دا عادي جرمونه دي. باید له بېخه د جرم لامل او انګېزه پیدا شي، چې یو څوک ولې په جرمونو لاس پورې کوي.

یو څوک بې روزګاره دی، رواني ستونزه لري اقتصادي ستونزې لري او یا نورې ستونزې لري، چې له امله یې جرمونو ته لاس اچوي.''

دغې ادارې نن په کابل کې څلور تنه نیول شوي غله او دوه تنه وژونکي خبریالانو ته وښودل.

که څه هم پولیس غلا او د خلکو شکونو په څېر جرمونه واړه بولي، خو د همدغو جرمونو له کبله خلک په اندېښنه کې دي او په کابل ښار کې یې د پخوا په پرتله د اوسېدونکو په منځ کې د خوندیتوب احساس کم کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .