''د پوځيانو د وتلو مهال وېش ډاډمنوونکی نه دی''

د خپريدو وخت: 07:31 گرینویچ - جمعه 16 نومبر 2012 - 26 لړم 1391
جنرال دونفورد

جنرال دونفورد د روان کال د تېر اکتبور پر لسمه افغانستان کې د ایساف ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو.

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځوکونو تر وتلو وروسته د امنیتي تړون د څرنګوالي پر سر د کابل- واشنګټن ترمنځ خبرې او بحثونه پیل شوي، یوه امریکايي جنرال ویلي، چې تر مهال وېش وروسته به ځینې امریکايي پوځيان افغانستان کې پاتې کېږي.

امریکايي جنرال جوزیف دونفورد –چې ټاکل شوې افغانستان کې د ایساف ځواکونو مشري پرغاړه واخلي- ویلي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به زیاتره پوځيان نه وځي.

دونفورد د امریکا کانګرس مشرانو جرګې دفاعي جرګه ګۍ ته وویل، دی به هڅه وکړي، چې د بارک اوباما سپارښتنې عملي کوي.

په پام کې ده چې د ایساف اوسنی مشر جنرال جان الن به خپلې سپارښتنې جنرال دونفورد ته وسپاري.

دونفورد ویلي، دی د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره د پوځيانو د شمېر له کمولو سره موافق دی، خو په راتلونکو ۲۵ میاشتو کې د وتلو مهال وېش له ځینو ننګونو سره مخامخېدونکی دی.

دی وايي، اصلي ستونزه د هغو سیمو د امنیت ټینګول دي، چې د افغان حکومت او پوځ په لاس کې دي.

تر وتلو وروسته

"دغه هوکړه لیک د اوږدمهالو امنیتي همکاریو د ملګرتوب لپاره یو بنسټ کېدی شي. دا د افغانستان د خلکو لپاره د ټیکاو او امنیت یو چوکاټ وړاندې کولی شي.'"

جیمز وارلک

پر همدې مهال، د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي هوکړه لیک پر سر خبرې نن (پنجشنبه/ نومبر ۱۵) په کابل کې په رسمې ډول پیل شوې.

د دغه هوکړه لیک له مخې به د ۲۰۱۴ کال له امنیتي لېږد وروسته په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدونکو پوځیانو، اډو او امنیتي همکاریو په اړه خبرې وشي.

په دغو خبرو کې په امریکا کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د افغانستان او د دغه هېواد لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال جیمز وارلک د امریکا استازي کوي.

دواړو د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ددغو خبرو د پیلېدا په اړه مالومات ورکړل.

ښاغلي حکیمي وویل چې په دغه هوکړه لیک کې به د ۲۰۱۴ کال له امنیتي لېږد وروسته مهال په اړه ددواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو څرنګوالی وټاکل شي:

''په دغه هوکړه لیک کې به له امنیتي لېږد وروسته یانې ۲۰۱۴ کال له پای وروسته مهال لپاره ددفاعي همکاریو او د افغانستان په خاوره کې د امریکا متحدو امنیتي ایالتونو شتون، کمیت او کیفیت وټاکل شي.''

ښاغلي حکیمي ټینګار وکړ چې د امریکا او افغانستان ترمنځ دغه امنیتي تړون به د هېڅ کوم درېیم هېواد لپاره کوم ګواښ رامنځ ته نه کړي.

ددواړو لورو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددغه هوکړه لیک په اړه خبرې په دې خپلمنځي پوهاوي سره پیلېږي، چې امریکا په افغانستان کې دایمي پوځي اډې نه غواړي.

ددواړو لورو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددغه هوکړه لیک په اړه خبرې په دې خپلمنځي پوهاوي سره پیلېږي، چې امریکا په افغانستان کې دایمي پوځي اډې نه غواړي.

د امریکا استازي جیمز وارلک یاد هوکړه لیک د افغانستان راتلونکي ټیکاو لپاره اړین وباله:

''دغه هوکړه لیک د اوږدمهالو امنیتي همکاریو د ملګرتوب لپاره یو بنسټ کېدی شي. دا د افغانستان د خلکو لپاره د ټیکاو او امنیت یو چوکاټ وړاندې کولی شي.''

ښاغلي وارلک همداراز زیاته کړه چې دغه هوکړه لیک له ۲۰۱۴ کال وروسته هر اړخیزو همکاریو ته د دواړو هېوادونو د ژمنتیا ښکارندويي کوي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د هوکړه لیک د رامنځ ته کېدو پرېکړه ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ په تېره مې میاشت کې په لاسلیک شوي ستراتيژيک تړون کې شوې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .