BBC navigation

پاکستان ومنله چې ځینې ‌طالب بندیان خوشي کوي

د خپريدو وخت: 08:07 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

پاکستان د سولې د عالي شورا له ورغلي افغان پلاوي سره، د یو شمېر طالب بندي مشرانو پر خوشي کولو هوکړه کړې ده.

پاکستان اسلام اباد ته د سولې د عالي شورا له ورغلي افغان پلاوي سره، د یو شمېر طالب بندي مشرانو پر خوشي کولو هوکړه کړې ده. یوه افغان چارواکي دغه ګام له طالبانو سره د ممکنه سوله ییزو خبرو په برخه کې مثبت ګام وباله.

پاکستان تل د افغان حکومت په نوښت د سولې د پیل شویو هڅو ننګه کړې او په دغه بهیر کې یې پر خپلو مرستو ټینګار کړی دی.

ځینو افغان سرچینو بي بي سي ته ویلي چې له پاکستاني زندانونو څخه په خوشي کېدونکو طالب مشرانو کې، د طالبانو د واکمنۍ د عدليي وزیر ملا ترابي هم شامل دی.

"د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوی تراوسه په دې تړاو معلومات نه دي ترلاسه کړي."

له دې سره سره په دغه ډله کې د طالب واکمنۍ دوه استخباراتي مشران هم لیدل کیږي.

خو لږ تر لږه د اوس لپاره د طالبانو له لوړ پوړو مشرانو څخه د دویم مشر ملا عبدالغني برادر نوم نه دی اخستل شوی، خو بیا هم کارپوهان د پاکستان دغه ګام مثبت ارزوي.

داسې هیلې شته چې ښايي دغه خوشي کیدونکي طالب مشران خپلو کورونو ته له بېرته ستنېدو سره سم، نور طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره وهڅوي.

د ‌‌‌طالبانو غبرګون

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوی تراوسه په دې تړاو معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان د سولې دعالي شورا د مشر صلاح الدین رباني په مشرۍ یو پلاوی دوه ورځې وړاندې اسلام ته لاړ، د دوی د دغه سفر اصلي مقصد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په هڅو کې د پاکستان د لا پراخې ونډې غوښتنه بلل کېږي.

پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیرې ، دفاع له وزیر او یو شمېر نورو ملکي او پوځي چارواکو سره لیده کاته کړي او په پام کې ده چې خپل دغه سفر نن( چهارشنبه۱۴-۱۱-۲۰۱۲) پای ته ورسوي او کابل ته ستانه شي.

افغان حکومت پر پاکستان تل د طالبانو د ننګې او ملاتړنې، تور لګولی، خو پاکستان په خپل وار سره دغه تورونه بې ځایه بللي دي.

ولسمشر حامد کرزي څو کاله وړاندې له طالب وسله والو سره د مخامخ خبرو د زمینو برابرولو لپاره د سولې د عالي شورا د جوړولو لارښوونه وکړه، خو ځېنې شننونکي په دې باور دي چې د شورا هڅو هومره نتیجه ورکړې نه ده، چې ترې تمه کېده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .