کرزى وايي هند دې له افغان شرايطو گټه واخلي

د خپريدو وخت: 09:20 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391
کرزى او سينگ

ولسمشر کرزي د هند له لومړي وزير سره په خبرو کې يو وار بيا هغه هېواد په افغانستان کې پانگونې ته وهڅاوۀ

په ډيلي کې د هند له لومړي وزير من موهن سنگ سره د ليدو پر وخت د افغانستان ولسمشر حامد کرزي بيا يادونه وکړه چې د دۀ هېواد بهرنۍ پانگونې ته چمتو دى.

د شنبې يکشنبې په ورځو له هندي سوداگرو سره د ليدو پر وخت ښاغلي کرزي ژمنه وکړه چې افغانستان به هندي پانگوال ته په سرو غاليو هرکلى ووايي.

ښاغلي کرزي هندي پانگوال وننگول:

"هندي سوداگر که د افغانستان په اړه فکر کوي نو دوه زړي کېږي دې نه، له چيناييانو يې بايد زده کړئ چې تر تاسو پنځه شپږ کاله پخوا راغلي وو."

کابل وايي په نوي ډيلي کې شوي هوکړه ليکونه له هند سره د سټراټيژيکې همکارۍ تړون برخه جوړوي.

افغان حکومت د خپل اقتصاد غوړېدا د خپلو پټو شتمنيو په راسپړنه، بهرنۍ پاګونې په ورماتېدنه او د ګاونډيو او سيمې هېوادونو سره په پرانيستې سوداګرۍ کې ګوري.

افغان مشر د هند سوداگرو ته خبردارى ورکړ چې:

"که د ويړو شويو سرو غاليو په وخت کې رانه شئ نو بيا دوړې وي نو بيړه وکړئ او د افغانستان له شرايطو گټه واخلئ."

ولسمشر کرزي دغه خبرې په نوي ډيلي کې له خپل کوربه منموهن سېنګ سره ګډ خبري کنفرانس ته کولې.

ده وويل هندۍ پانګونې ته لا نورې پراخېدو ته سترګې پر لار دی او ګنې هېواد يې د خپل راتلونکي په اړه لا ډېر باوري دی:

"دا ځل هند ته زما سفر پام له هندي کاروبارونو سره پر خبرو او غوښتونو راغونډ دی، چې افغانستان ته راشي. نن افغانستان کې د پانګونې فرصتونه ښه دي، يو داسې هېواد چې د خپل راتلونکي په اړه لا باوري دی، او د خپلو ملګريو، په تېره بيا د هند له لوري د پانګونې هيلې لري".

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونو وتنې سره په دې اړه پوښتنې په زياتېدو دي، چې افغان ځواکونه په وکړی شي خپل امنيت په خپله وساتلی شي او خپل هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پراخېدو چاپېريال ډاډمن کړي؟

افغان چارواکي تر دې مهاله د چارو کنټرول په اړه پر خپل توان او وس ټينګار کوي.

د هند لومړي وزير منموهن سېنګ بيا خپلو خبرو کې پر پرتو ننګونو د افغانانو برياليتوب لپاره د نړيوال ملاتړ او همکارۍ يادونه وکړه:

"د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې په ګډون، چې له ګاونډ سرچينه اخلي، ټولو برخو کې نړيوال ملاتړ او همکاري د دغو ننګونو پر وړاندې له افغانستان سره مرسته وکړي. د ولسمشر کرزي رڼه مشرتابه به په دې هڅه ستر رول ولوبوي."

کرزی: "د ملګريو بانګونې ته هيله من يوو"

افغان وسلمشر حامد کرزی په يو څلو ورځنی سفر هند ته تللی دی. ولسمشر کرزي د خپل سفر پر مهال ۴ هوکړه ليکونه لاسيکونه لاسليک کړي، چې له مخې يې افغان مشرتابه غواړي د بهرنۍ پانګونې له لارې خپل اقتصاد پر پښو ودروي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

نوي ډيلي له افغانستان سره خپلو مرستو کې د ۲ مليارډ ډالرو ژمنه کړې ده.

د امنيتي ځواکونو پر جوړونې سربېره هند په تېره يوړه لسيزه خپلې بسپنې د سړکونو، برېښناکوټونو او د افغانستان پارلمان ودانۍ پر جوړولوو لګولی دي.

تېر کال افغانستان له هند سره د سټراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړ، او هندي چارواکی وايي دواړو مشرانو پر دغه سټراټيژيک تړون بيا غور وکړ.

د افغانستان او هند ترمنځ نژدې والي اسلام اباد اندېښمن کړی، نو ځکه نوی ډيلي او کابل په احتياط ګام اخلي چې پاکستان يې خپلو ګټو ته ګواښ ونه ګڼي.

تېر کال د هند يوۀ شرکت د افغانستان د اورسپنې د تر ټولو لوى معدن د سپړلو حق ترلاسه کړ.

هندي رسنيو رپوټ ورکړى چې لومړى وزير من موهن سينگ به د افغانستان پرمختيايي پروژو ته د ١٠٠ ميليونه ډالرو اعلان کوي او د افغان ځواکونو د روزنې خبره به هم يادوي.

تېر کال افغانستان له هند سره د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړ ، کابل هڅه کوي چې له اسلام اباد سره هم دغه ډول سند په ٢٠١٣ کال کې لاسليک کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .